چارواکي وايي د افغانستان د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د چاودنې له امله اووه تنه وژل شوي دي.
په بالابلوک کې د طالبانو چارواکو د سېپټېمبر پر نهمه د مشال راډیو افغان څانګې ته وویل، تېر مازیګر په نو اباد کلي کې د چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله د پینځو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ اووه غړي وژل شوي دي.
تر اوسه څرګنده نه ده چې دا چاودېدونکي مواد څنګه په دې کور کې ځای پرځای شوي ول؟
په افغانستان کې د ماین پاکۍ د موسسو په وینا، ماینونه او له جګړو پاتې چاودېدونکي مواد هره میاشت لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړوي.