د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور هايي کورټ نهه ججان له دندو لرې کړي دي


د پېښور های کورټ ودانۍ
د پېښور های کورټ ودانۍ

د پېښور هايي کورټ چیف جسټیس اېس اېم عتیق شاه هغه نهه ججان بیا له دندو لرې کړي دي چې د روان کال په پیل کې بحال شوي وو.

د پاکستان سرکاري خبري اژانس او ډان ورځپاڼې لیکلي چې تر تازه پلټنو وروسته پر دې ججانو د عدلیې د اصولو خلاف ورزي کولو، درغلیو او نااهلۍ تورونه پوري شوي دي.

په لیرې کړل شوو ججانو کې څلور ضلعي او سېشن ججان، څلور لوړ پوړي سیول ججان او یو سیول جج شامل دی.

د ۲۰۱۷ کال په اپریل کې د یادو ججانو او ورسره د دوو نورو دندې معطله کړل شوې وې. په دوی هغه مهال د نظم و ضبط قانون سرغړونې تور پوری شوی وو.

خو وروسته بیا په ۲۰۲۴م کال کې عدالت د جج سردار ارشاد او عبدالحکیم په ګډون د یادو ۱۱ ججانو د دندو بحالولو امر وکړ.

سردار ارشاد ریټایرډ شوی او عبدالحکیم په حق رسیدلي دي نو ځکه په موجوده نهو ججانو کې یې نومونه شامل نه دي.
تراوسه د لیرې کړل شوو کسانو له لورې په دې اړه کوم دریځ مخې ته نه دی راغلی.

XS
SM
MD
LG