د هند وزیراعظم نریندرا مودي وايي، هیواد یې له امریکا سره اوس هم مثبتې اړیکې لري.
نوموړي د سېپټمبر پر شپږمه پر اېکس (پخواني ټوېټر) لیکلي چې هغه د هند او امریکا د اړیکو په اړه د امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ د احساساتو او مثبتو ارزونو ستاینه کوي.
نوموړي ویلي چې هند او امریکا اوس هم ډېر مثبت، هر اړخیز او نړیوال ستراتیژیک ملګرتوب لري.
دا له هغه وروسته ده چې امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د وینا پر مهال وویل چې هغه به تل د نریندرا مودي ملګری وي او د هغه په وینا مودي ډېر ښه وزیراعظم دی.
دواړه مشران دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې واشنګټن د هند پر وارداتو تر پنځوس سلنې پورې تعرفې ولګولې او پر نوې ډيلي یې تور ولګاوه چې له روسیې څخه د تېلو په پیرلو سره په اوکراین کې د روسیې د جګړې اور ته لمن وهي.