د لاسرسي ځای

تازه خبر

کییف وايي روسیې پرې تازه ۹۱ ډرون بریدونه کړي دي


د اوکراین په ډونیسک سیمه کې د روسيې ډرون برید ویجاړی رامنځ ته کړی - د اګست میاشتې انځور
د اوکراین په ډونیسک سیمه کې د روسيې ډرون برید ویجاړی رامنځ ته کړی - د اګست میاشتې انځور

د کییف چارواکي وايي روسیې د اوکراین په اتو سیمو د ډرون لسګونه بریدونه ترسره کړي دي.

د اوکراین هوايي ځواک د سېپټېمبر پر شپږمه وویل، روسيې تېره شپه د ۹۱ ډرونونو بریدونه ترسره کړې دي. که څه هم تراوسه د ډرون بریدونو له وجې د تلفاتو راپورونه نه دي ورکړل شوي خو اوکرایني چارواکي وايي په ډرونونو لګیدلي ځایونه پلټي.

د روسیې دا تازه ډرون بریدونه د ولسمشر ولاديمیر پوتین له هغه خبرداري وروسته شوي دي چې په اوکراین کې د بهرنیو ځواکونو شتون به د هغوی "مشروع اهداف" وي.

د روسیې ولیسمسر ولاديمیر پوتین د سېپټېمبر پر پینځمه نېټه په یو بیان کې وویل، "که بهرني ځواکونه دلته [په اوکراین ] کې ولیدل شول، په ځانګړي ډول اوس مهال چې جنګ دوام لري، موږ ګڼو چې دا به زموږ لپاره مشروع اهداف وي."

د پوتین دا څرګندونې وروسته له هغې مخې ته راغلې چې د شاوخوا ۳۰ اروپایي هیوادونو د یوې ډلې مشران اوکراین ته د سوله ساتو ځواکونو د لیږلو لپاره د سلامشورو په اړه سره غږېدلي.

د "ارادې د ایتلاف" په نوم د دې ډلې مشرانو سېپټېمبر پر څلورمه په پاریس کې د اوکراین له ولسمشر وولودومیر زېلېنسکي سره ولیدل. د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون چې د خبرو اترو کوربه توب یې کاوه، وویل چې ۲۶ هیوادونه اوکراین ته د ډاډ د حاصلولو په هدف د ځواکونو د استولو یا په ځمکه، هوا او سمندري قلمرو کې د عسکرو ځای پر ځای کولو ته ژمن دي.

XS
SM
MD
LG