د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کونړ په نورګل کې د زلزله ځپلو لپاره پنډغالی جوړ شوی دی

تازه شو

د کونړ په نورګل کې د زلزله ځپلو لپاره پنډغالی جوړ شوی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:38 0:00

د افغانستان د کونړ ولایت په نورګل سیمه کې د زلزله ځپلو لپاره کیمپ جوړ کړل شوی دی. یاد کیمپ ته د سېپټېمبر پر پینځمه د زلزله ځپلو کورنیو لېږدول پیل شوي دي. د چارواکو په وینا د ۵۰۰ کېږدیو په دې پنډغالي کې به خلکو ته د اوسېدو او خوراک څښاک سهولتونه ورکول کېږي. خو خلک وايي کورونه یې وران دي، د کورنۍ غړي یې مړه یا ژوبل دي او په لاس کې هېڅ هم نه لري. دوی وايي مرستې دې ورسره وشي او زر دې وشي څو دوی یو وارې بیا د ژوند چارې پر مخ یوسي. بلخوا د طالبانو چارواکي وايي چې له زلزله ځپلو سره یې مرستې دوام لري. نور حال د نړیوالو اژانسونو له وېډیوګانو جوړ په دې راپور کې وګورې.

XS
SM
MD
LG