د ننګرهار زلزله ځپلي وايي مرستو ته محتاجه دي
د افغانستان په ختیزو ولایتونو کې زلزلې تر ټولو زیات تاوان په کونړ ولایت کې خلکو ته رسولی نو د مرستو بهیر هم په هغه ولایت کې ګړندی برېښي خو د ننګرهار ځینې غرییزې سیمې هم زلزلې ځپلې دي چې خلک یې د مرستو غوښتنه کوي. د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې زلزله ځپلو خلکو د سېپټېمبر په درېیمه د فرانسې خبري اژانس ته وویل، مرګ ژوبله یې لیدلې، کورونه یې ړنګ دي او تر شنه اسمان لاندې شپې تېروي خو مرستې لا هم نه دي ور رسېدلي. دا په داسې حال کې ده چې د سېپټېمبر په څلورمه یوې بلې زلزلې د ننګرهار ځینې سیمې ولړزولې. د فرانسې خبري اژانس له ویډیو جوړ راپور دلته وګورئ.