د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د درې اړخیزه ۲۰ اووره سیالیو په لوبه کې یو بل ته مخامخېږي.
ټاکل شوې چې د شارجې په لوبغالي کې د سېپټېمبر دویمې نېټې سیالي د کابل پر وخت د ماښام پر اووه نیمو او د پېښور پر اتو بجو پیل شي.
تر دې یوه ورځ مخکې افغانستان په خپله دویمه سیالۍ کې متحده عربي اماراتو ته په ۳۸ منډو ماتې ورکړه.
په شارجې کې د سیالۍ پچه متحده عربي اماراتو وګټله او لومړی یې توپ اچونه غوره کړه. افغانستان په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په زیان ۱۸۸ منډې جوړې کړې. د افغانستان له غاړې ابراهیم ځدراڼ ۶۳ او صدیق الله اتل ۵۴ منډې جوړې کړي.
متحده عربي اماراتو د افغانستان له غاړې ټاکل شوی د ۱۸۹ منډو هدف پوره نه کړای شو او په ۲۰ اورونو کې یې د اتو لوبغاړو په زیان ۱۵۰ منډې وکړې. د متحده عربي اماراتو لوبډلمشر محمد وسیم ۶۷ او راهول چوپړا ۵۲ منډې وکړې.
په روانو درې اړخیزه سیالیو کې لوبډلې له یو بل سره شپږ سیالۍ کوي او دوه غوره لوبډلې به د سېپټېمبر پر اوومه په پایلوبه کې یو بل ته مخامخېږي.
د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکو د اګست په پیل کې ویلي ول چې د دې درې اړخیزو لوبو هدف اسیایي جام ته چمتوالی دی چې ۱۱ ورځې وروسته په متحده عربي اماراتو کې پيلېږي.
په هغو ۲۰ اووره سیالیو کې د افغانستان، پاکستان، هند، سري لنکا، بنګلادېش، عمان، متحده عربي امارات او هانګ کانګ ملي لوبډلې برخه اخلي.