د چین ولسمشر شي جېنپېنګ به راتلونکې اونۍ د سیمه ییز امنیت په یوه فورم کې د نړۍ له ۲۰ څخه د زیاتو هېوادونو د سرمشریزې کوربه وي.
د رویټرز خبري اژانس د یو راپور تر مخه د شانګهای همکارۍ سازمان (شانګهای کواپرېشن ارګنایزېشن یا اېس سي او) دا ستره غونډه د چین په ساحلي ښار تیانجېن کې د اګست له ۳۱مې د سېپټېمبر تر لومړۍ نېټې دوام کوي.
د چین د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال لیو بېن د اګست پر ۲۲مه په بیجنګ کې خبریالانو ته ویلي وو چې غونډې ته یې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د هند وزیراعظم نرېندرا مودي او د ایراني ولسمشر مسعود پزشکیان په ګډون له ۲۰ څخه د زیاتو حکومتونو مشران وربللي دي.
په نوي دلي کې د روسیې د سفارت چارواکیو تېره اونۍ وویل، مسکو هیله لري چې له چین او هند سره درې اړخیزې خبرې اترې به ډېر زر ترسره شي.
تېر کال په اکتوبر کې په اسلام اباد کې د شانګهای همکارۍ سازمان د حکومتونو د مشرانو د شورا رسمي غونډه شوې وه چې پکې "د دولتونو حاکميت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا ته د متقابل درناوي پر اصولو ټينګار" شوی وو.
شانګهای همکارۍ سازمان د نړۍ په کچه د نفوس او جغرافیې له مخې یو له لویو سازمانونو څخه دی. سازمان وايي، هڅه کوي چې د غړو هېوادونو ترمینځ هر اړخیزه همکاري زیاته کړي، د سیمې امنیت او اقتصادي پرمختګ ته وده ورکړي، او په نړیواله کچه د ګډو ګټو لپاره کار وکړي.
چين، روسیه، قرغيزستان، قازقستان، تاجکستان او ازبکستان د شانګهای همکارۍ سازمان لومړني او بنسټیز غړي دي خو پاکستان او هند په ۲۰۱۷ز کال، ايران په ۲۰۲۳ز کال او بېلاروس بيا د ۲۰۲۴ز کال په جولای کې د سازمان سرمشریزې پر مهال غړيتوب تر لاسه کړ.
افغانستان او منګوليا په هغه سازمان کې د څارونکو هېوادونو حيثيت لري.
افغانستان له ۲۰۱۲ز کال راهیسې د څارونکي په توګه د سازمان په غونډو کې برخه اخیسته خو په ۲۰۲۱ز کال کې د جمهوري حکومت له ړنګېدو راهیسې یې طالبان غونډو ته نه دي وربللي.