د لاسرسي ځای

تازه خبر

کواټ مېشتي افغانان د جبري اخراج حکومتي پرېکړې اندېښمن کړي دي


کواټ مېشتي افغانان د جبري اخراج حکومتي پرېکړې اندېښمن کړي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:41:40 0:00

د خیبر پښتونخوا په کواټ (کوهاټ) کې د مېوو او سبزي منډیۍ کاروباریان وايي د سېپټېمبر له پیله د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) د مهاجرت کارډ (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) لرونکو د جبري اخراج حکومتي پرېکړې اندېښمن کړي دي. اسلام اباد د اګست په پیل کې د پي او ار کارډ لرونکو ته د میاشتې تر پای پورې د هېواد پرېښودو سپارښتنه وکړه. افغان سوداګرو د اګست پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل، په دومره لنډ وخت کې کاروبار نه شي ټولولای. دوی وايي، که حکومت یې هېواد ته د لېږدولو اقدام وکړ نو د کروړونو روپیو تاوان به یې وشي. یو اېن اېچ سي ار وايي، په پاکستان کې څه باندې ۱،۳۰۰،۰۰۰ افغانان پي او ار کارډونه لري. پاکستان وايي، د پي او ار کارډونو موده د جون میاشتې په پای کې پای ته رسېدلې ده. اسلام اباد د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو سازمانونو پر انتقادونو سربېره وايي، د ټولو افغانانو ایستلو ته ژمن دی او دا کار د خپل ملي امنیت په ګټه بولي. موږ په کواټ کې له افغان کاروباریانو سره خبرې کړې دي.

XS
SM
MD
LG