د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځي سرتېرو د سوات زمردو کان کې بند ۴ مزدوران ژغورلي دي


یو مزدور د سوات د زمردو په کان کې کار کوي - انځور له ارشیفه.
یو مزدور د سوات د زمردو په کان کې کار کوي - انځور له ارشیفه.

د پاکستان دولتي راډیو وايي، پوځي سرتېرو د خیبر پښتونخوا د سوات په بابوزیو کې د زمردو په کان کې بند څلور مزدوران ژغورلي دي.

دولتي راډیو وايي، کان د اګست پر شپږمه ناڅاپه ونړېد چې له کبله یې مزدوران دننه بند پاتې شول.

راډیو وايي، د پوځ سرتېري له اطلاع ترلاسه کېدو سره سم د پېښې ځای ته ورسېدل او کان کیندونکي یې وژغورل.

د سوات په ګډون د خیبر پښتونخوا په مختلفو ضلعو کې د قیمتي ډبرو، مرمرو، سکرو او نورو معدنیاتو کانونه او د تېل او ګیس لویې زېرمې دي.

د سوات کان د نړېدو لامل لا معلوم نه دی خو د پاکستان په بلوچستان، سیند او خیبر پښتونخوا کې اکثر د سکرو (کویلې) او نورو معدنیاتو په کانونو کې خونړۍ پېښې کېږي چې لامل یې د قوانینو نه عملي کېدل، د کانونو د څار سم نظام نه شتون او د مزدورانو د خوندیتوب لپاره اړین اقدامات نه کول دي.

د اګست پر درېیمه د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه دوکۍ کې د سکرو کان پرېوتو په پېښه کې دوه مزدوران ووژل شول.

د جولای پر ۲۶مه د خیبر پښتونخوا د اورکزیو په یو کان کې د ګیس جمع کېدو له وجې درې مزدوران ووژل شول.

د سکرو په کانونو کې اکثر طبیعي یا قدرتي ګیس (میتېن یا CH4) موندل کېږي. دا هم هغه ګیس دی چې په کورونو او کاروبارونو کې د سونتوکي په توګه کارېږي. میتېن کولای شي چې په هوا کې اکسیجن بې ځایه کړي. د دې له وجې په هوا کې اکسیجن کمېږي او د مرګ لامل کېدای شي.

له دې پرته هغه ګیس عموماً په بندو یا داسې ځایونو کې چې پکې د باد لګېدو لپاره کړکۍ یا دروازه نه وي کې جمع کېږي چې کله نا کله د چاودنې سبب کېږي.

په پاکستان کې د سکرو زیاتره کانکیندونکي د خیبر پښتونخوا، په ځانګړي ډول د شانګلې په ګډون د ملاکنډ ډېوېژن، او د افغانستان اوسېدونکي دي.

XS
SM
MD
LG