له شمالي وزیرستانه بې کوره شوي کډوال د مرستو غوښتنه کوي
له شمالي وزیرستانه بي کوره شوي خلک وايي، حکومت یې نه خپلو سیمو ته ستنوي او نه هم ورسره پر وخت لازمې مرستې کوي. دوی وايي، له تېرو اوو میاشتو راهیسې ورسره مرسته نه ده شوې. بل پلو، د خيبر پښتونخوا د قدرتي افتونو د نظم ادارې (پي ډي اېم اې) وياند احسان داوړ د جولای پر پینځمه مشال راډیو ته وویل، حکومت هره میاشت د وزیرستان د کډوالو لپاره ۳۵ کروړه روپۍ جاري کوي. هغه وايي، د فنډونو د نیشتوالي له وجې حکومت له تېرو څو میاشتو نه دا پیسې نه دي جاري کړی. د نوموړي په وینا چې څنګه فنډونه جاري شي، کډوالو ته به د پخوا په شان د میاشتې ۲۰،۰۰۰ روپۍ مرستې وسپارل شي. نور حال د مشال راډیو د خبریال په راپور کې.