د امریکايي تعرفو کمېدو پاکستاني صنعتکاران خوشاله کړي دي
د پاکستان د رخت (کپړې) صنعتکاران خوشاله دي چې امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ یې پر صادراتو (برامداتو) د تعرفو یا محصول کچ له ۲۹ څخه ۱۹ سلنه ته کم کړی دی. دوی وايي، د دې سمدستي اغېز به هغه وخت شوی وو چې په پاکستان کې د برېښنا، ګیس او په کارخانونو کې د استعمالېدونکو نورو شیانو بیې هم ټیټې وای. تعرفه هغه ټیکس یا مالیه وي چې یو حکومت یې پر واردېدونکو (درامدېدونکو) شیانو لګوي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ وګورئ.