په پنجاب کې د ژغورنې اداره (رېسکیو ۱۱۲۲) وايي، په شېخوپوره کې د اورګاډي په حادثه کې لږ تر لږه ۲۹ کسان ژوبل شوي دي.
د پاکستان د اورګاډو د ادارې لخوا د خپرو شویو معلوماتو له مخې د اسلام اباد اېکسپرېس په نوم یو مساپر لېږدوونکی اورګاډی د اګست په لومړۍ نېټه ماښام مهال د شېخوپوره کالاشاه کاکو سره نږدې له پټلۍ وښویید.
د ژغورنې اداره وايي، له حادثې وروسته ۲۲ کسانو ته په موقع لومړنۍ مرستې ورکړل شوې او پاتې اووه کسان د نورې درملنې لپاره نږدې روغتون ته ولېږدول شول. دوی وايي په پېښه کې څوک وژل شوي نه دي.
د پاکستان دولتي خبري اژانس ( اسوشیېټېډ پرېس اف پاکستان یا اې پي پي) د اګست په لومړۍ نېټه لیکلي دي چې د پاکستان د اورګاډو وزیر محمد حنیف عباسي د اورګاډو د ادارې مشرانو ته امر کړی دی چې په اوو ورځو کې دننه دې د پېښې مفصل راپور ورته وړاندې کړي.
تر دې وړاندې د جولای پر ۲۸مه د جعفر اېکسپرېس درې کوچونه (خونې) له شکارپور سره نږدې له پټلۍ څخه وتلي وو چې د چارواکو په وینا یو تن پکې ژوبل شوی وو.