د جرمني حکومت ۴۳ عراقي پناه غوښتونکي په یوه چارټرډ الوتکه کې بغداد ته لېږدولي دي.
د جرمني خبري اژانس وايي، دا له فبرورۍ راهیسې لومړی ځل دی چې برلېن لسګونه عراقیان له هېواده ایستلي دي.
اژانس وايي، هغه کسان، چې په ختیز تورېنګن ایالت کې اوسېدل، د جولای پر ۲۲مه له لایپزیګ (لایپڅېښ هم ویل کېږي) ښاره ولېږدول. د کورنیو چارو وزیر الېکساندر دوبرېنډټ بېلډ ورځپاڼې ته ویلي دي چې د هغو پناه غوښتونکو لېږدول یې د مهاجرت په اړه د نوې تګلارې برخه ده.
نوموړي په هېواد کې د انساني قاچاقبرانو پرضد د لا زیاتو اقداماتو او له هېوادونو سره د پناه غوښتونکو د ورلېږدولو په اړه د نورو موافقو غوښتنه وکړه.
د جرمني یا المان غږ ووبپاڼه د تورېنګن ایالت د انصاف وزارت په حواله وايي، په لېږدول شویو کې یې ډېری "مجرد" سړي ول او ځینې یې "په جرمونو محکوم" شوي ول.
دا په داسې حال کې ده چې برلېن د جولای پر ۱۸مه په "جرمونو کې د ککړو" ۸۱ افغان پناه غوښتونکو هېواد ته د لېږدولو خبر ورکړ.
ملګرو ملتونو په وروستیو کې د افغانانو هېواد ته د ستنولو پلان پر سر پر جرمني انتقاد وکړ. په جېنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو چارو دفتر ویاندې روینا شامداساني د جولای پر څلورمه خبریالانو ته وویل، "افغانستان ته د خلکو لېږدول مناسب کار نه دی."
هغې وویل، ملګري ملتونه شواهد لري چې په "افغانستان کې" له حقونو د ښځو بې برخې کولو او اعدامونو په ګډون "د بشري حقونو سرغړونې دوام" لري.
جرمني په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په جرمونو کې د ککړو افغانانو هېواد ته د لېږدولو بهیر ځنډولی وو خو په هغه هېواد کې د ښي لاسو او د کډوالۍ یا مهاجرت مخالفو سیاستوالانو له پیاوړي کېدو سره دا موضوع د اجنډا له مهمو برخو ګڼل کېږي.
برلېن د ۲۰۲۴ز کال د اګست پر ۳۰مه په جرمونو کې د ککړتیا په تور ۲۸ پناه غوښتونکي افغانان هېواد ته ستانه کړل. د جرمني پخواني حکومت دا اقدام تر هغې وروسته وکړ چې په مې او جون میاشتو کې افغانان د جرمني په بېلابېلو برخو کې په درو بریدونو کې ککړ وبلل شول.