ملګرو ملتونو په جرمونو کې د ککړو افغانانو هېواد ته د ستنولو پلان پر سر پر جرمني انتقاد کړی دی.
په جېنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو چارو دفتر ویاندې روینا شامداساني د جولای پر څلورمه خبریالانو ته وویل، "افغانستان ته د خلکو لېږدول مناسب کار نه دی."
د فرانسې خبري اژانس وايي چې تر دې یوه ورځ مخکې د جرمني د کورنیو چارو وزیر الېکساندر دوبېنډټ ویلي ول چې فکر کوي هېواد یې له "افغانستان سره مستقیمه موافقه کوي" چې ورسره به د خلکو ایستل شوني شي.
خو شامداساني وویل، ملګري ملتونه شواهد لري چې په "افغانستان کې" له حقونو د ښځو بې برخې کولو او اعدامونو په ګډون "د بشري حقونو سرغړونې دوام" لري.
اژانس کاږي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) چارواکي عرفات جمال خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې شرایط لا د وګړو ورستنولو ته تیار نه دي او زیاته یې کړه چې پر "هېوادونو ټینګار" کوي چې "په زور دې خلک افغانستان ته نه لېږدوي."
جرمني په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په جرمونو کې د ککړو افغانانو هېواد ته د لېږدولو بهیر ځنډولی وو خو په هغه هېواد کې د ښي لاسو او د کډوالۍ یا مهاجرت مخالفو سیاستوالانو له پیاوړي کېدو سره دا موضوع د اجنډا له مهمو برخو ګڼل کېږي.
برلېن د ۲۰۲۴ز کال د اګست پر ۳۰مه په جرمونو کې د ککړتیا په تور ۲۸ پناه غوښتونکي افغانان هېواد ته ستانه کړل. د جرمني پخواني حکومت دا اقدام تر هغې وروسته وکړ چې په مې او جون میاشتو کې افغانان د جرمني په بېلابېلو برخو کې په درو بریدونو کې ککړ وبلل شول.