بنګلادېش په دویمه ۲۰ اوروره لوبه کې پاکستان ته په اتو منډو ماتې ورکړه.
د جولای پر ۲۲مه د ډاکې په شېر بنګلا لوبغالي کې لومړی بنګلادېش لوبه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې ۱۳۳ منډې جوړې کړې. د پاکستان لوبډلې د ۱۳۴ منډو هدف پوره نه کړای شو او په ۲۰م اور کې یې ټول لوبغاړي په ۱۲۵ منډو وسوځېدل.
دا د درو ۲۰ اووره لوبو د لړۍ دویمه وه. تر دې وړاندې د جولای پر ۲۰مه په لومړۍ ۲۰ اوریزه لوبه کې هم بنګلادېش پاکستان ته ماتې ورکړې وه.
ټاکل شوې چې دواړه لوبډلې د جولای پر ۲۴مه په وروستۍ سیالۍ کې یو بل ته مخامخ شي.
تر دې مخکې د دواړو لوبډلو ترمینځ د درې ۲۰ اووره کرکټ یوه لوبلړۍ د مې په پای او جون په پیل کې په پاکستان کې ترسره شوې وه چې پکې درېواړه سیالۍ پاکستانۍ لوبډلې ګټلې وې.