د لاسرسي ځای

تازه خبر

بنګلادېش کې پر ښوونځي د پوځي الوتکې پرېوتو پېښه کې لږ تر لږه ۱۶ تنه وژل شوي، تر ۱۶۰ زیات ژوبل دي


بنګلادېشي اور وژونکي او امنیتي سرتېري د پېښې په ځای کې د ژغورنې چارې ترسره کوي - د جولای ۲۱مې انځور.
بنګلادېشي اور وژونکي او امنیتي سرتېري د پېښې په ځای کې د ژغورنې چارې ترسره کوي - د جولای ۲۱مې انځور.

بنګلادېشي چارواکي وايي، د هوايي ځواک یوه روزنیزه الوتکه د پلازمېنې ډاکې پر یوه ښوونځي پرېوتې چې پکې د پیلوټ په ګډون لږ تر لږه ۱۶ تنه وژل شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس او رویټرز ویلي دي چې د جولای ۲۱مې په پېښه کې ډېری وژل شوي زده کوونکي ول.

اسوشيېټېډ پرېس اژانس د پوځ په حواله وايي چې په پېښه کې تر ۱۶۰ زیات کسان ژوبل شوي هم دي.

پوځ ویلي چې الوتکه تر پرواز لږ ساعت وروسته پرېوته او اور یې واخیست.

په ښوونځي کې عیني شاهدانو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې یوه جېټ الوتکه له ځايي وخت سره سم ماسپښین شاوخوا یوه بجه د زده کوونکو له لوبغالي سره نېږدې وغورځېده او بیا یې اور واخیست.

د پېښې لامل لا معلوم نه دی د هېواد د لنډمهالي مشر محمد یونس دفتر وايي، پلټنې یې پیل کړې دي.

دا په پلازمېنه ډاکه کې د الوتکې له تر ټولو خونړیو پېښو یوه ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG