د خیبر پښتونخوا په صوابۍ کې پولیس وايي چې د جون پر ۲۰مه ناوخته ناڅرګندو کسانو د پوليس دوه سرتيري په ډزو وژلي دي.
د صوابۍ ضلعي د پوليسو وياند لياقت علي د جون پر ۲۱مه مشال راډيو ته وويل چې "دا پیښه تیره شپه هغه مهال رامنځته شوه چې کله د ای ډي ايس تاڼې دوه عسکر جمال الدين او زاهد د ټوپۍ تحصیل پر ګدون سړک له شپې ناوخته د معمول ګشت کاوی او وسله والو پرې ډزې وکړې."
لیاقت علي وویل چې دواړه عسکر په هم دې ډزو کې وژل شوي دي.
د دوی په وینا، د وژل شويو پوليسو جنازه د شاه منصور په لویس لاین کې ادا کړل شوې ده او د پولیس چارواکو پکې ګډون کړی دی.
لياقت علي زياته کړه چې پولیس د وسله والو لټون پیل کړی دی خو تر اوسه یې څوک نیولی نه دی. تر دې مهاله چا د دې پېښې زمه واري نده منلې.
د خیبر پښتونخوا په یو شمېر سیمو کې له مودې راهیسې قبایلي مشران او امنیتي عسکر په هدفي بریدونو کې په نښه کېږي. د دې پرضد په وار وار احتجاجونه هم شوي دي.