د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر پښتونخوا کې کانګو وایرس درې تنه وژلي


IRAQ-HEALTH-LIVESTOCK-VIRUS
IRAQ-HEALTH-LIVESTOCK-VIRUS

د خیبر پښتونخوا چارواکي او ډاکټران وايي، له څاروو انسانانو ته د لېږدېدونکې ناروغۍ "کانګو وایرس" درې کسان وژلي دي.

د خیبر پښتونخوا د عامې روغتیا ادارې ویاند عطا الله خان د جون پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې په تېره یوه اونۍ کې درې کسان د کانګو له وجې مړه شوي دي.

د دوی په وینا، چې دوه یې د کرک او یو دشمالي وزیرستان وو چې د پېښور په روغتونونو کې د درملنې لپاره داخل کړل شوي وو خو ژوند یې ونه ژغورل شو.

د خیبر پښتونخوا د لومړي وزیر ویاند اختشام علي پرون رسنیو ته وویل چې خلکو د لوی اختر د قربانۍ پر مهال له بې احتیاطۍ کار اخیستی نو ځکه له څاروو کانګو وایرس خلکو ته رسېدلی دی.

نوموړی وايي، اوس هم د پېښور په حیات اباد میډیکل کمپلېکس کې شپږ داسې مریضان داخل دي چې ډاکټران شک کوي په کانګو به اخته شوي وي او یو په یو بل ناروغ کې بیا د کانګو وایرس پخلی شوی دی.

  • انځور سایز

    خالده نیاز

    خالده نیاز د خیبر پښتونخوا په نوښار کې د مشال راډیو خبریاله ده چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي چارو او داراز، د ښځو او بشري حقونو په اړه رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG