د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان حکومت د نوي مالي کال بودیجه اسمبلۍ ته وړاندې کړه


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د بلوچستان حکومت د نوي مالي کال لپاره بودیجه اسمبلۍ ته وړاندې کړه چې حجم یې ۱۰۲۰ اربه روپۍ جوړېږي.

د جون پر ۱۷مه د بلوچستان صوبې د سپیکر کېپټن عبدالخالق په مشرۍ کې د صوبايي اسمبلۍ غونډه په همدې اړه غوښتل شوې وه چې ورکې د خزانې صوبايي وزیر شعیب نوشیرواني د نوي مالي (۲۰۲۵ ـ۲۰۲۶) کال بودیجه وړاندې کړه. نوموړي د بودیجې د وړاندې کولو پر مهال وویل چې د ۱۰۲۰ اربه روپو په دې بودیجه کې ۶۴۰ اربه روپۍ د غیرترقیاتي کارونو او ۲۴۹ اربه روپۍ د پرمختیايي کارونو لپاره ځانګړې کړل شوې دی.

نوموړي وویل چې د نوي کال په بودیجه کې د روغتیا او تعلیم څانګو ته زیاته پاملرنه شوې ده. هغه وايي د پرایمري (ابتدايي) تعلیم لپاره ۲۸ اربه او د صحت له پاره بیا ۷۱ اربه روپۍ بیلې شوې دي. پر دې سربېره د صحت کارډ لپاره ۴ نیم اربه روپۍ هم ټاکلې شوې دي.

د بلوچستان د روغتیا وزیر بخت کاکړ د جون پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل، صوبايي حکومت هڅه کوي چې د ټولو ضلعو په مرکزونو کې د روغتیا ټولې اسانتیاوې برابرې کړي څو په دې توګه خلک دې ته نه اړ کېږي چې د درملنې لپاره د سر ښار کوټې روغتونونو ته ورشی.

د بلوچستان د نوي مالي کال په بودیجه کې د ټولو سرکاري مامورینو په معاشونو کې ۱۰ سلنه او په تقاعد کې اووه سلنه زیاتوالی راوستل شوی دی.

په بلوچستان اسمبلۍ کې د اپوزیشن ګوندونه وايي، د نوي مالي کال په بودیجه نیوکې لري او په اسمبلۍ کې به پرې بحث کوي.

دلته دا خبره هم د یادولو وړ ده چې په تاریخ کې په لومړي ځل د بلوچستان حکومت کلیزه بودیجه ۱۰۲۰ اربه روپۍ ټاکل شوې ده. تېر کال د هغې صوبې بودیجه ۹۵۶ اربه روپۍ وه.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG