ټرمپ: د اسراییل او ایران په جګړه کې ښکېل نه یو خو امکان لري
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، دی هیله من دی چې د اسراییل او ایران ترمنځ د روانې جګړې پای ته رسېدو لپاره یو تړون وشي. خو نوموړي په عین وخت کې دا هم ویلي چې که څه هم دوی تر اوسه په دې جګړه کې لاس نه لري خو د ده په وینا، د دې امکان شته چې پکې ښکېل شي. دا په داسې حال کې ده چې رپورټونه وايي، د اسراییل په تل ابیب ښار کې د ایران یوه توغندي هلته د امریکا قونسلګري " سرسري زیانمنه" کړې ده. ګل ایاز په دې اړه د رویټرز اژانس له ویډیو رپورټ برابر کړی دی.