د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران او اسراییل پر یو بل تازه او زیان رسوونکي بریدونه کړي


په اسراییل کې د یوې داسې ودانۍ انځور چې د ایران په برید کې په نښه شوې ده.
په اسراییل کې د یوې داسې ودانۍ انځور چې د ایران په برید کې په نښه شوې ده.

په ایران او اسراییل کې په داسې وخت کې ولسي خلک ځانونه خوندي پټنځایونو ته رسوي چې دې هیوادونو پر یو بل د هوايي بریدونو لړۍ تونده کړې ده.

دې هیوادونو د جون پر ۱۵مه سهار وختي د یو بل پر لویو ښارونو په داسې حال کې بریدونه کړي چې نړیوالو ورباندې د سولې غږونه کړي دي خو بیا هم د دوی ترمنځ پیل شوې جګړه د ارامېدو نه ښکاري.

په اسراییلو کې د جون پر ۱۵مه سهار وختي د تل ابیب او بیت ‌المقدس کې چاودنې اورېدل شوې دي او اسراییلي پوځ پر ولس غږ کړی چې ځانونه خوندي ځایونو ته ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې د جون له ۱۳مې د ایران ډرون او توغندي په اسراییل کې لږ تر لږه اووه تنه وژلي او شاوخوا ۲۰۰ یې ټپي کړي دي.

ژغورونکي وايي چې د جون پر ۱۵مه لږترلږه ۱۴تنه هغه مهال ټپي شوي چې د ایران له خوا توغول شویو غوندیو د اسراییل په شمال کې پر یو کور لګېدلي دي. د دوی په وینا، په هغوی کې بیا یوه ښځه مړه شوې ده.

چارواکو وايي چې بل پلو د اسراییل په منځنۍ سیمه کې په یو بل برید کې ۱۰ کلن هلک، ۸۰ کلنه ښځه او ۶۹ کلن کس وژل شوي او شاوخوا ۱۰۰ نور ټپي شوي دي.

ایران پر اسراییل تازه بریدونه کړي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:50 0:00

دا له هغه وروسته ده چې د ایران حکومتي اژانس ایرنا د جون پر ۱۵مه پخلی وکړ چې ایران پر اسراییل د ډرون او توغندیو تازه بریدونه کړي دي.

بل پلو د جرمي ډي پي اې خبري اژانس په تهران کې د خپل خبریال له خولې لیکلي چې خلک په خپلو موټرو کې د تیل اچولو لپاره په قطارونو کې ولاړ دي چې له دې ښاره ووځي.

په اسراییل او ایران دواړو کې چارواکو ویلي چې اسراییل په تهران کې د ایران د دفاع وزارت مرکز په نښه کړی خو تر اوسه یې د زیانونو په اړه معلومات مخې ته نه دي راغلي.

د اسراییل پوځ ویلي، "په دې برید کې د دفاع وزارت مرکز، د دفاعي چارو څېړنیز مرکز، ایټمي پروژه او نور ځایونه په نښه کړل شوي دي."

د اسراییل له لومړیو بریدونو داسې ښکارېده چې ګواکې هغوی د دې لپاره د ایران د انرژۍ برخه نه په نښه کوي چې بیا په نړۍ کې ورسره د تېلو قېمتونه زیاتېږي.

خو د ایران د تېلو وزارت د جون پر ۱۵مه ویلي چې اسراییلي هوايي بریدونه په تهران کې د تېلو دوې زېرمې په نښه کړې دي.

په داسې حال کې چې د اسراییلو وزیراعظم بنیامین نتنیاهو د ایران پرضد د نورو بریدونو هوډ ښودلی دی.

نوموړي د جون پر ۱۴مه په یو ویډیويي بیان کې وویل، "په نژدې راتلونکي کې به د تهران په فضا کې د اسراییل د هوايي ځواک الوتکې ووینئ، موږ به د ایت الله هر ځای او هر هدف په نښه کړو."

د اسراییل وزیراعظم بینیامین نېتنیاهو
د اسراییل وزیراعظم بینیامین نېتنیاهو

اسراییل وايي، که د ایران د ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنايي په امر پر دوی د توغندیو برید ته دوام ورکړل شو نو دوی به تهران په اور وسوځوي.

د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنايي د جون پر ۱۳مه پر ایران د اسراییلو له برید نه وروسته وویل، اسراییل د خپل ترسره کړي "ستر جنایت" نه خلاصون نه شي موندلی.

په ورته وخت کې د ایران د مسلح ځواکونو ویاند هم د جون پر ۱۴مه نېټه ویلي دي چې د اسراییلو پر ضد د ایران د توغندیو برید د هغوی د عملیاتو یوه برخه ده او تر هغې به دوام ومومي ترڅو چې اسراییل له خپل جارحانه هوډ نه په شا شوی نه وي.

یو ایراني ډېپلوماټ د جون پر ۱۴مه ملګرو ملتونو ته وویل چې د اسراییلو لخوا پر ایران د ترسره شویو بریدونو په پایله کې ۷۸ کسان وژل شوي او ۳۲۰ نور ژوبل دي.

د اسراییلو په برید د ایران وژل شوي اټومي ساینسپوهان

د اسراییلو پوځ د نهو کسانو یو فهرست د جون پر ۱۴مه خپور کړی چې پکې د هغو اټومي ساینس پوهانو نومونه لیکل شوي دي چې د جون پر ۱۳مه د اسراییلو په هوايي بریدونو کې وژل شوي دي.

د دغو نهو کسانو نومونه دا دي: فریدون عباسی، محمد مهدي طهرانچي، اکبر مطلبي زاده، سعید برجي، امیر حسین فقهي، عبدالحمید مینوچهر، منصور عسکري، احمد رضا ذوالفقاري داریاني او علي باکويي کریمي.

XS
SM
MD
LG