د لاسرسي ځای

تازه خبر

جواد خان مړ شو خو سترګو، زړه، ځیګر او ګوردو یې د نورو انسانانو ژوند وژغورلو


جواد خان مړ شو خو سترګو، زړه، ځیګر او ګوردو یې د نورو انسانانو ژوند وژغورلو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:43 0:00

د مردان د رستم نورداد د خپل ۱۴ کلن زوی جواد د بدن غړي هدیه کړل. ډاکټران وايي، د انسان د بدن ځیني غړي له مړینې وروسته نورو ته پیوندېدای شي. جواد خان د مې پر ۳۱مه په ټرافیکي پېښه کې سخت ژوبل شوی وو چې د جون په شپږمه یې ساه ورکړه. د هغه پلار او نیکه وايي، په دې دلیل یې دا لوی ګام پورته کړ چې د جواد خان د بدن غړي د نورو ژوندو انسانانو پکار راشي. په خیبر پښتونخوا کې دا د خپل نوعیت لومړنۍ پېښه ده. تر اوسه په ټول پاکستان کې ۱۵ کسانو په ژوندوني وصیت کړی دی چې له مرګ نه پس د خپل بدن هغه غړي چې د نورو پکارېدی او ورته پیوندېدای شی، هدیه کوي. په دغو ۱۵ کسانو کې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري هم شامل دی. نور حال د مشال راډیو په دې راپور کې:

XS
SM
MD
LG