د خوست پر پنځو سړکونو او جادو برقي څراغونه لګول شوي
د افغانستان د خوست ښار پر پنځو سړکونو او جادو د روښنايي د څراغونو لګولو پروژه سرته رسېدلې ده. پر دې پروژه د ښاروالۍ له پرمختیايي بودجې نږدې ۱۶ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی. پر دې سړکونو د لویو څراغونو ټولې ۱۳۲ پايې نصب شوې دي. د خوست ښاریان او دوکانداران دا یو ښه ګام بولي او وايي، د ښار ډېره برخه روښانه شوې او د شپې لخوا هم ورسره سوداګریزې چارې غوړیدلې دي. نور حال د نجیب الله الوخېل په رپورټ کې وګورئ