د هرات غلام سخي سیفي په خپل خټین کور کې د ښیښو اوزار جوړوي
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې ښکلي هنرونه له ننګونو سره مخامخ دي، د هرات ۵۰ کلن غلام سخي سیفي هڅه کوي چې د ښیښې د لوښو جوړولو لرغونی لاسي هنر ژوندی وساتي. سیفي له ایران سره پولې ته نېږدې په هغه تاریخي ښار کې د کلا سیوري ته د خپل خټین کور دوه خونې د لوښو جوړولو ته ځانګړې کړې دي چې وخت په وخت یې پرانیزي او خپل کار پکې کوي. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.