د کابل پر هوايي ډګر په ټېل ماټېل کې مرګ ژوبله
رسنۍ وايي، د کابل پر هوايي ډګر په ټېل ماټېل کې خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې. اسوشیېټېډ پریس د بریتانیا د پوځ له خوا د اګست پر ۲۲مه د خپور کړي بیان په حواله لیکلي چې د خالي یا شنبې پر ورځ د طالبانو هوایي ډزو خلک تېښتې ته اړ کړي او په ګډوډیو کې اووه کسان وژل شوي دي. هلته د سکای نیوز ټېلېوېژن په ویډیوګانو کې ښکاري چې بهرني پوځیان په مړو څادرونه اچوي او د ژوبلو مرسته کوي. د کابل هوايي ډګر ته تر هغې وروسته ګڼ خلک ورلي چې د اګست پر ۱۵مه طالبانو پلازمېنه ونیوله او بهرنیو هېوادونو د خپلو وګړو او د افغان همکارانو د ایستلو بهیر پیل کړ. امریکا وايي، د اګست تر ۳۱مې به خپل ټول وګړي او زیاتره افغانان له هېواده وباسي. په دې اړه د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې د اسوشيېټېډ پرېس او اژانس فرانس پرېس له ویډیوګانو رپورټ جوړ کړی.
د فېسبوک تبصرې