د پاکستان د سرحدي ښارګوټي چمن له لارې له افغانستان سره بند تجارت له ننه [د مارچ ۲۱مې] بیرته پرانيستل شوی.
په چمن کې د کسټم چارواکو په وینا په لومړي پړاو کې د افغانستان لپاره د ټرانزیټ په شیانو بار ټرکونه او کنټېنرونه سپين بولدک ته پرېښودل کېږي چې په سبزیانو او مېوو بار ټرکونو ته لومړيتوب ورکول کېږي.
په چمن کې د کسټم یو چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط وويل چې په لومړي پړاو کې په خوراکي توکو بار ۵۰ لاریانې او کنټېران افغانستان ته ولېږدول شول ځکه چې د دغه کنټېنرونه کاغذي کار روايي پرون [د مارچ پر ۲۰م] تر سره شوې وه.په دې کې زیاتره کنټېنرونه او لاریانې له تيرې يوې اوونۍ راهيسې په چمن کې ايسار وې.
دغه لار به يواځې د يوې ورځې لپاره پرانيستلې وي. بلخوا د عادي وګړو د تګ راتګ په اړه لا تر دې دمه د پاکستا ن مرکزي حکومت پرېکړه نه ده کړې.
د مالونو وړلو لپاره د لارې خلاصولو امر د پاکستان وزيراعظم عمران خان د مارچ پر ۲۰مه کړی و.
پاکستان د مارچ له دويمې نېټې راهيسې په افغانستان کې د کورونا وايرس د پېښو تر رامنځ ته کېدو وروسته د چمن او سپين بولدک لار تړلې وه چې له امله یې نه یواځې د عامو خلګو تګ راتګ په ټپه درېدلی بلکې د دواړو هېوادو ترمنځ تجارت ته هم لوی زیان اوښتی دی.