ضیاوالدين يوسفزی د وسله والو طالبانو د وژونکيو په لېسټ کې وو
جمهوري غږونه د مشال راډیو خپرونه ده چې پکې له هغو سیاستوالانو، خبریالانو، پوهانو او فعالانو سره مرکې کېږي چې په پاکستان کې یې د ولسواکۍ او د حقونو لپاره د مبارزې پر مهال زندانونه تېر کړي، مشکلات یې ګاللي او ځورېدلي دي. ددې خپرونې ننۍ برخه د تعليم مبارزې غوندې اساسي بشري حق ګټلو ته ځانګړې شوې ده. په دې لړ کې د سولې نړيواله جايزه ګټونکې ملالې يوسفزۍ د پلار ضياوالدين يوسفزي د جدوجهد کيسه دراوروو. نوموړي په سوات کې د وسله والو طالبانو پرضد مبارزه کوله او طالبانو په هغه لېسټ واچاوو چې ويل يې دا کسان به وژني. وروسته پر ملالې يوسفزۍ بريد وشو چې پړه يې وسله والو طالبانو ومنله. ددې پروګرام جوړونکی عبدالحی کاکړ دی. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
برخې
-
جولای ۱۷, ۲۰۱۹ډاکټر کليم الله به په زندان کې قيديانو ته زدهکړې ورکولې
-
جولای ۱۴, ۲۰۱۹د عبدالحي بلوڅ د نيولو لپاره الوتکه له اسمانه راکوزه کړل شوه
-
جولای ۰۸, ۲۰۱۹د ميا افتخار حسين د زندان او د زوی وروژلو کيسه
-
جون ۱۹, ۲۰۱۹د شهاب خټک د زندان کيسه
-
جون ۱۶, ۲۰۱۹د محقق او ليکوال همېش خليل د زندان کيسه
-
جون ۱۳, ۲۰۱۹نقيب جان د حيات شېرپاو د قتل عينی شاهد دی