ډاکټر کليم الله به په زندان کې قيديانو ته زدهکړې ورکولې
جمهوري غږونه د مشال راډیو خپرونه ده چې پکې له هغو سیاستوالانو، خبریالانو، پوهانو او فعالانو سره مرکې کېږي چې په پاکستان کې یې د ولسواکۍ او د حقونو لپاره د مبارزې پر مهال زندانونه تېر کړي، مشکلات یې ګاللي او ځورېدلي دي. ددې لړۍ بله برخه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د يو مشر ډاکټر کليم الله په اړه ده. نوموړی په ۱۹۸۳ م کال کې د ضياوالحق د مارشلا پرضد په کوټه کې د راوتلې هغې مظاهرې ګډون وال وو چې ورباندې پوليسو ډزې وکړې اوسياسي کارکنان يې ووژل. پردې مهال هغه او په سلګونو نور سياسي کارکنان ونيول شول او تر يوه نېم کال پورې زندان ته واچول شول. دې پروګرام جوړونکی عبدالحی کاکړ دی. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
برخې
-
جولای ۱۴, ۲۰۱۹د عبدالحي بلوڅ د نيولو لپاره الوتکه له اسمانه راکوزه کړل شوه
-
جولای ۰۸, ۲۰۱۹د ميا افتخار حسين د زندان او د زوی وروژلو کيسه
-
جون ۱۹, ۲۰۱۹د شهاب خټک د زندان کيسه
-
جون ۱۶, ۲۰۱۹د محقق او ليکوال همېش خليل د زندان کيسه
-
جون ۱۳, ۲۰۱۹نقيب جان د حيات شېرپاو د قتل عينی شاهد دی