د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان اسمبلۍ: پر سي پیک پروژه دې قومي کمېشن جوړ شي


د بلوچستان اسمبلۍ
د بلوچستان اسمبلۍ

د بلوچستان اسمبلۍ غوښتنه کړې چې د چين پاکستان اقصادي راهداري پروژې په اړه دې یو قومي کمېشن جوړ شي چې د صوبو حق په ډاګه کړي.

دا غوښتنه د دسمبر پر ۲۱مه د مرستیال سپیکر سردار بابر موساخېل په مشرۍ کې شوې د اسمبلۍ غونډې کړې ده.

د بلوچستان پخواني وزیراعلا نواب اسلم ریساني په دې اړه یو قرارداد وړاندې کړ چې د سي پیک ټولې غټې او وړې پروژې دې د رقبې او پسماندګۍ پ اساس ووېشل شي.

د بلوچستان نیشنل ګوند پارلیماني مشر ثنا بلوڅ غونډې ته وویل چې په دې پروژه کې پخوانیو قبایلي سیمو ، خیبر پښتوخوا او بلوچستان له پامه غورځول شوي دي.

ثنا بلوڅ وویل ، “ دا سیمې تر ټولو وروسته پاته او زیاتې ځپل شوې دي نو په کار دا وه چې دې سیمو ته تر نورو زیاته پاملرنه شوې وای.”

نوموړي زیاته کړه چې بلوچستان تر ټولو صوبو پر زیاته مځکه او ګوادر بندرګاه درلودلو سربېره نظراندازه شوی دی.

د بلوچستان وزیراعلا جام کمال اسمبلۍ ته وویل چې د چین پاکستان اقتصادي پروژې تکیه پر ګوادر ده خو بیا هم بلوچستان ته په دې پروژه کې یوازې ۴ فیصده برخه ورکړل شوې ده.

جام کمال وویل چې د بلوچستان له ولس سره د شوي دې زیاتي زمه وار د پاکستان پخواني حکومتونه دي.

د پپلز ګوند مشران وايي چې دا پروژه له ۲۰۰۸م کاله تر ۲۰۱۳م کاله د دوي د حکومت پیداوار دی خو له ۲۰۱۳مه تر ۲۰۱۸مه په واک کې پاته شوی مسلم لیګ نون بیا وايي چې دا د دوي لاسته راوړنه ده.

جام کمال وویل چې دوي په دې پروژه کې د خپل حق مالومولو او ترلاسه کولو لپاره یو کمېټۍ جوړه کړې ده کومه چې به له وزیراعظم عمران خان سره خبرې کوي.

نوموړي وویل چې د بلوچستان لوستو ځوانانو ته په دې پراخه پروژه کې روزګار ورکول ډېر ضروري دي.

د بلوچستان اسمبلۍ په دې اړه هم قرارداد منظور کړ چې د پاکستان مرکزي حکومت دې په دې اړه د بلوچستان حکومت او ولس خبر کړي چې دوي له چین او سعودي عرب سره څه تړونونه کړي دي.

په سي پیک پروژه کې د مبینه بې انصافیو پرضد پښتنو ملتپالو ګوندونو او ډلو تر اوږدې مودې احتجاجونه کړي وو.

هغوي تور پورې کړی وو چې د هغه وخت واکمن مسلم لیګ نون ډلې د یادې پروژې زیاتره ګټې پنجاب صوبې ته اړولې دي خو هغوي به دا تورونه ردول او ویل به یې چې هرې صوبې ته خپل حق ورکړل شوی دی.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG