د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر چمن او بولدک پوله د پاکستانیو او افغان سرتېرو نښته شوې


کوټه ـ پاکستاني چارواکي وايي د افغانستان سره یې د چمن ـ سپین بولدک پوله د امنیتي ملحوظاتو له کبله د یکشنبې پر ماسپښین (اکتوبر ۱۴) تړلې ده.

د چارواکو په وینا پوله له هغې وروسته وتړل شوه چې د چمن په تنګه دره سیمه کې د افغانستان او پاکستان د ځواکونو ترمنځ ډزې وشوې.

دوی وايي، د افغانستان او پاکستان د مشرانو ترمنځ په اسلام اباد کې د خبرو نه پس د پاکستان امنیتي ځواکونو په تنګه دره سیمه کې پر پوله د اوسپنې کټارې ودرولې چې له افغانستانه پرې ډزې وشوې او دوی هم ورته ځواب ووایه.

تر اوسه مو په دې اړه د افغان حکومت دریځ نه دی راخېستی خو پاکستاني چارواکي وايي په ډزو کې مرګ ژوبله نه ده شوې او دوی د دې لپاره پوله تړلې چې کومه بده پېښه ونشي او د دواړو غاړو ولسي خلکو ته پکې زیان ونشي.

چمن تر تورخم وروسته دویمه لاره ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پرې تګ راتګ او تجارت کېږي. له کله نه چې پاکستان د افغانستان سره پر پوله د اغزن تار د اچولو پرېکړه کړې، د دواړو خواوو د سرتېرو تر منځ څو څو وارې پرې د ډزو تبادله شوې ده.

د افغانستان لوري ته پراته قومونه کله کله شکایت کوی چې پاکستان د افغانستان په خاوره کې دننه کټارې لګوي چې دوی ته د منلو وړ نه دي، خو پاکستان بیا دا اعتراضونه ردوي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG