۱۳:۳۹
۲۶.۷.۲۰۱۸
۱۳:۲۵
۲۶.۷.۲۰۱۸
- لیکوال/لیکواله عمر وزیر
د شمالي وزیرستان د ۴۸مې حلقې نارسمي، غیر حتمي نتیجه
محسن داوړ (ازاد نوماند): ۱۵،۶۰۸ ووټونه
مصباح الدین (اېم اېم اې): ۱۳،۱۵۰ ووټونه
اورنګزېب (پي ټي ای): ۸،۶۸۶ رایې
۱۳:۰۰
۲۶.۷.۲۰۱۸
انتخاباتي نتیجې: پاکستان تحریک انصاف مخکې دی @PTIofficial is leading in the polls, unofficial results show… https://t.co/4sWLVa5t7j
— Mashaal Radio (@Mashaalradio) ۲۶.۷.۲۰۱۸
۱۲:۴۳
۲۶.۷.۲۰۱۸
- لیکوال/لیکواله پامیر ساحل
انتخاباتي نتیجې: پاکستان تحریک انصاف مخکې دی
- اسوشي اېټډ پرېس اژانس او پاکستانۍ رسنۍ وايي، لومړۍ نارسمي نتیجې ښيي چې پاکستان تحریک انصاف ګوند د قامي اسمبلۍ ډېرې څوکۍ ګټلې دي.
- د جولای پر ۲۵مه، میلیونونه خلکو د قامي اسمبلۍ ۲۷۲ څوکیو لپاره رایې واچولې. هر ګوند چې له دې څخه ۱۳۷ څوکۍ وګټي هغه وفاقي حکومت جوړولای شي.
- له دې علاوه د قامي اسمبلۍ ۶۰ څوکۍ د ښځو او ۱۰ یې د لږکیو لپاره ځانګړې دي. پر دې څوکیو خلک رایه نه اچوي بلکې هر ګوند چې څومره زیاتې څوکۍ ګټي، هومره زیاتې ځانګړې څوکۍ تر لاسه کوي.
- لومړني اټکلونه ښيي چې د عمران خان ګوند ښايي څه د پاسه ۱۰۲ څوکۍ وګټي.
- رسنۍ وايي، مسلم لیګ (ن) د قامي اسمبلۍ پر ۶۶ او پیپلز ګوند پر ۳۹ حلقو مخکې وو.