- لیکوال/لیکواله اسرار عالم مومند
لویو پاکستانیو ګوندونو انتخاباتي نتیجې رد کړې
پراګ - په پاکستان کې د مسلم لیګ (ن)، پیپلز ګوند او متحده مجلس عمل مشرانو د جولای پر ۲۵مه د شویو انتخاباتو نتیجې رد کړې دي.
له لومړنیو، نارسمي او غیر حتمي نتیجو سره سم، د پاکستان تحریک انصاف ګوند د قامي اسمبلۍ زیاتې څوکۍ تر لاسه کړې دي.
د جولای پر ۲۵مه شپې ناوخته د مسلم لیګ (ن) مشر میا شهباز شریف خبري غونډې ته وویل، په ټول سیاسي ژوند کې یې داسې ډاروونکی حالت نه وو لیدلی.
ده وویل: “له یو شمېر سیمو څخه راته شکایتونه راغلل چې زموږ د ووټونو اېجنټان له مرکزونو ایستل شوي ول. له ما سره ویډیوګانې دي چې په ملتان کې زموږ ښځینه کارکوونکو ژړل چې موږ وبښئ.”
شریف زیاته کړه چې په لاهور، راجنپور، خیبر پښتونخوا او یو شمېر نورو سیمو کې یې له ګوندي غړو سره ناروا چلند وشو.
د پیپلز ګوند یوه مشر او سېنېټر میا رضا رباني هم د شپې مهال خبریالانو ته په وینا کې ورته خبره وکړه.
له ما سره ویډیوګانې دي چې په ملتان کې زموږ ښځینه کارکوونکو ژړل چې موږ وبښئ.شهباز شریف
ده تور پورې کړ چې انتخاباتي کمېشن او نګران حکومت د رڼو ټاکنو په کولو کې ناکامه شول.
“موږ پر دې نتیجو اندېښنې لرو. د پاکستان پیپلز ګوند پولېنګ اېجنټان د رایې ورکولو له مرکزونو ایستل شوي ول.”
رباني وویل، دا ډول انتخابات به خطرناکې پایلې ولري.
هلته د متحده مجلس عمل په نوم د مذهبي ګوندونو اتحاد یوه مشر مولانا فضل الرحمان هم تور پورې کړ چې په ټاکنو کې درغلي شوې او ویې ویل چې پر دې موضوع به ژر ټولګوندیزه غونډه وروغواړي.
خو د پاکستان تحریک انصاف یوه مشر شاه محمود قریشي د ټولو سیاستوالانو تورونه رد کړل او ویې ویل چې ګوند یې د عمران خان په مشرۍ لوړ مقام ته ورسېد.