عمران خان وايي د درغلۍ ضد به اقدامات کوي، له ګاونډیو هېوادونو سره اړیکي ښه کوي
پراګ - د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان په خپله وینا کې ویلي دي چې د واک تر لاسه کولو وروسته به د درغلیو او اداري فساد ضد اقدامات کوي.
نوموړي د جولای پر ۲۶مه تر انتخاباتو وروسته په خپله لومړۍ ولسي وینا کې وویل، په کورنۍ او بهرنیو تګلارو کې بدلونونه راولي.
د پاکستان انتخاباتي کمېشن او دولتي ټېلېوېژن له معلوماتو سره سم، د عمران خان ګوند پاکستان تحریک انصاف د قامي اسمبلۍ زیاتې څوکۍ تر لاسه کړې دي.
افغانانو د ترهګرۍ پر ضد په جګړه او تر هغې مخکې د کورنۍ جګړې پر مهال زښت مشکلات ګاللي.
مسلم لیګ (ن) تر دې وروسته زیاتې څوکۍ ګټلې دي او پیپلز ګوند پر درېیم مقام دی.
خو مسلم لیګ (ن) او پیپلز ګوند د انتخاباتو نتیجې رد کړې دي.
عمران خان په خپله وینا کې ټولو ګوندونو ته دعوت ورکړ چې پر هرې حلقې چې د درغلۍ شک لري، دی ورسره په پلټنو کې همکارۍ ته تیار دی.
د تحریک انصاف ګوند مشر په خبرو کې د کورنۍ او بهرنۍ تګلارې مهمې نکتې بیان کړې.
د کورنیو چارو تګلاره
- د حکومتولۍ سمول او د ولس ژوند اسانول
- د بهرنۍ پانګونې لپاره حالات سازول
- د بېوزلۍ او غربت پر ضد اقدامات
- اقتصادي اصلاحات راوستل
- د لوړپوړو چارواکو، وزیراعظم او وزیرانو ژوند ساده کول:”په غریب هېواد کې د ولس د ټیکسونو په پیسو په ماڼیو کې اوسېدل ناسم کار دی. “
- د اداري فساد او درغلۍ ضد پراخ اقدامات
د بهرنیو چارو تګلاره
چین
- په پاکستان او سیمه کې د سولې او ثبات ټینګښت او له ګاونډیو سره ښه اړیکي.
- له چین سره د تعلقاتو پراخول، د چین – پاکستان اقتصادي لار پر ارزښت ټینګار.
- له چینه د غربت ختمولو او درغلۍ ضد اقداماتو په اړه د سبق اخیستو لپاره هلې ځلې کول.
افغانستان
- افغانانو د ترهګرۍ پر ضد په جګړه او تر هغې مخکې د کورنۍ جګړې پر مهال زښت مشکلات ګاللي. افغانان سوله غواړي او پاکستان دویم هېواد دی چې هلته سوله غواړي.
- د افغانستان د سولې لپاره هڅې کول.
- له افغانستان سره د داسې اړیکو هیله چې پکې د اروپايي ټولنې په څېر پولې خلاصې وي.
امریکا
- له امریکا سره د داسې اړیکو جوړول چې اسلام اباد و واشنګټن دواړو ته ګټه ورسوي.
- له واشنګټن سره ګټور او متوازن تعلقات ټینګول.
هند
- عمران خان له هندیو رسنیو ګیله وکړه چې د انتخاباتو پر مهال یې دی د هندي فلمونو بدمعاش په څېر وښود او دعوه یې وکړه چې که دی واکمن شي نو د نوي دلي لپاره به ښه نه وي.
- عمران خان وویل، له هند سره د سوداګریزو اړیکو پراخول او د کشمیر پر مسلې خبرې کول غواړي:”که [هند] زموږ لوري ته یو پل واخلي، موږ به دوه قدمه مخکې ورشو. “
له ایران او سعودي عرب سره اړیکي
- له ایران او سعودي عرب سره د اړیکو پراخول، لا پیاوړي کول.
- عمران خان زیاته کړه چې اسلام اباد په منځني ختیځ کې د ګډوډۍ ختمولو لپاره د منځګړي رول ادا کولو ته تیار دی.
د جنوبي وزیرستان انتظامي او انتخاباتي چارواکي وايي، د قامي اسمبلۍ د ۴۹مې حلقې څوکۍ د پارلېمان پخواني غړي او د متحده مجلس عمل امېدوار مولانا جمال الدین ګټلې ده.
دوی د جولای ۲۶مې پر ماخوستن (ماسخوتن) مشال راډیو ته وویل چې د جنوبي وزیرستان دویمه پارلېماني څوکۍ خپلواک نوماند محمد علي وزیر وګټله.
په شمالي وزیرستان کې انتظامي او انتخاباتي چارواکو د قامي اسمبلۍ د ۴۸مې حلقې نتیجه اعلان کړې ده او ویلي یې دي چې خپلواکه نوماند محسن جاوېد دوړ د متحده مجلس عمل مصباح الدین ته ماته ورکړې ده.
دوړ خپله هم پر ټوېټر د رسمي نتیجو پاڼه شریکه کړې.
د پاکستان انتخاباتي کمېشن ویلي دي چې د جولای پر ۲۵مه د قامي او صوبايي اسمبلیو په ټاکنو کې یې د درغلۍ هېڅ شکایت نه دی تر لاسه کړی.
د کمېشن سېکرټر بابر یعقوب د جولای پر ۲۶مه په خبري غونډه کې وویل، د ټاکنو په اړه یې یوازې پروسیجري یا انتظامي شکایتونه تر لاسه کړي خو هېڅ ګوند یا امېدوار ورته د درغلۍ نه دي ویلي.
ده زیاته کړه چې انتخابات پوره شفاف او منصفانه ول.