- لیکوال/لیکواله سېلاب مسود
د جنوبي وزیرستان ۴۹مې حلقې صورتحال
د جنوبي وزیرستان انتظامي او انتخاباتي مشر ویلي، د ۴۹مې حلقې په اړه یې نتیجه نه ده اعلان کړې.
تر دې مخکې له جنوبي وزیرستان څخه د قامي اسمبلۍ ۴۹مې حلقې ته نوماند او د پارلېماني پخواني غړي مولانا جمال الدین دعوه کړې ده چې انتخابات یې ګټلي دي.
خو انتظامي او انتخاباتي مشر سهېل احمد خان د جولای پر ۲۶مه مشال راډيو ته وویل چې له ځېنو پولېنګ سټېشنو څخه ووټونه لا پر لار دي او دفتر ته یې نه دي رسېدلي.
ده زیاته کړه چې د ۴۹مې حلقې په اړه یې د هېچا د بریا یا بایلات اعلان نه دی کړی.
د جولای پر ۲۵مه د خیبر پښتونخوا په دیر کې تر کلونو وروسته ښځو په لومړي ځل خپل ووټونه وکارول.
تر دې مخکې په سیمه کې به سیاسي ګوندونو او خلکو جرګې کولې او ښځې به یې له ووټ ورکولو ګرځولې.
په ۲۰۱۷ز کال کې د پاکستان پارلېمان د هېواد په انتخاباتي قانون کې بدلون وکړ او دا شرط یې پکې کښېښود چې که په یوه حلقه کې د ښځینه ووټونو شمېر له ۱۰ فیصده کم وي نو هلته به ټاکنې باطلېږي.
همدې ته په کتو، په اکثرو سیمو کې خلک او ګوندونه اړ شول چې ښځې هم د رایې کارولو ته وهڅوي.
د دیر یو شمېر ښځو له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، خوشاله دي چې بالاخره ورته د ووټ ورکولو حق ورکړل شوی دی.
د پاکستان نګران وزیراعظم ناصر الملک په بریا د انتخاباتو کولو لپاره ولس ته مبارکي ورکړې.
هلته ولسمشر ممنون حسین هم ولس او انتخاباتي کمېشن ستایلی دی چې په بریا یې ټاکنې تر سره کړې.
خو ځېنو لویو ګوندونو د انتخاباتو نتیجې رد کړې دي.
متحده مجلس عمل په باجوړ کې د انتخاباتي نتیجو ضد احتجاجي ناسته پیل کړې.
د دې اتحاد مشر مولانا فضل الرحمان ویلي ول چې په انتخاباتو کې درغلي شوې او د راتلونکې تګلارې ټاکلو لپاره به ټولګوندي غونډه ورغواړي.