کالاشیان دعوه کوي چې دوی د سکندر اعظم له نسله دي. دوی د پاکستان په شمال کې اوسي او له پېړیو راهیسې هلته یوازې ژوند تېروي. اوس دوی غواړي چې د یوه بېل توکم او دیني ډلې په توګه خپله پېژندګلوي ولري.
د پاکستان هېر وګړي ښايي اوس خپله پېژندګلوي ولري

۱
له پېړیو راهیسې، کالاشیان له نړۍ بېل ول او د پاکستان په شمالي غرییزو سیمو کې اوسېدل.
دوی وايي چې کله شاوخوا ۲،۳۰۰ کاله مخکې سکندر اعظم د هند پر وړې وچې برید کړی وو نو دوی د هم هغه له ټبره هلته پاتې شول.
اوسمهال د کالاشیانو د ټولنې نفوس شاوخوا ۴،۰۰۰ دی او خپله ژبه، دین او د ژوند طریقې لري.
خو کالاشیانو ته له اوږدې مودې راهیسې په پاکستان کې د دوی ځانګړې پېژندګلوي یا شناخت نه دی ورکړل شوی.

۲
خو دا هر څه هغه مهال بدل شول چې په اپرېل کې (۲۰۱۷ز) د پېښور یوه عدالت دوی د یوه بېل نسلي او مذهبي ډلې په توګه د پېژندلو امر وکړ.
د عدالت د دې امر له کبله به اوس کالاشیان د پاکستان په روانه سرشمېرنه کې د بېل توکم په توګه وشمارل شي.
تر ۱۹۹۸ز کال وروسته، دا په پاکستان کې لومړۍ سرشمېرنه ده چې د ۲۰۱۷ز کال د مارچ له ۱۵مې پیل شوې.

۳
دا عدالتي مبارزه له کلونو راهیسې روانه وه.
د سیمې ۳۲ کلن وزیرزاده وايي، کله چې دا امر وشو، نو خبر یې ((لکه د ځنګله اور په څېر، د کالاش په کلیو کې خپور شو.))
دی وايي، ان د دوی ((مسلمان ګاونډي)) ورته خوشاله دي او وايي چې وروڼو یې پېژندګلوي تر لاسه کړه.

۴
کالاشیان د پاکستان له نورو وګړو جلا او مختلف دي. د دوی عقیده د نورو ادیانو یا مذهبونو په څېر نه ده. دوی خپل دیني اخترونه یا مېلې په موسیقۍ، ګډاګانو او هغو شرابونو لمانځي چې خپله یې جوړ کړي وي.