کالاشیان دعوه کوي چې دوی د سکندر اعظم له نسله دي. دوی د پاکستان په شمال کې اوسي او له پېړیو راهیسې هلته یوازې ژوند تېروي. اوس دوی غواړي چې د یوه بېل توکم او دیني ډلې په توګه خپله پېژندګلوي ولري.
د پاکستان هېر وګړي ښايي اوس خپله پېژندګلوي ولري

۵
کالاشیان د هر کال په مې میاشت کې د چیلم جوش مېله لمانځي چې پکې دوی ناڅي، موسیقي اوري او خپل کورونه په ګلونو سینګاروي.

۶
کالاشیان د خپلو جامو له کبله په اسانۍ پېژندل کېدای شي. دوی په خپلو ویښتو کې یو ډول کړۍ اچوي او رنګداره خولۍ په سروي. ښځې کله، کله په مخ شنه خالونه وهي.
دوی په کالاشۍ ژبه خبرې کوي چې د هندو - ارین ژبو له کورنۍ یوه ده.
دوی په کالاشۍ ژبه خبرې کوي چې د هندو - ارین ژبو له کورنۍ یوه ده.

۷
د کالاشیانو ژوند ژواک له خطر سره مخامخ دی.
په تېرو لسیزو کې د تاوتریخوالي، مسلمانولو او طبیعي ناورینونو له کبله د دوی ابادي (نفوس) کمه شوې ده.
ډېری کالاشیان د دوی سیمې ته د سیلانیانو له ورتګه پیسې ګټي.
په تېرو لسیزو کې د تاوتریخوالي، مسلمانولو او طبیعي ناورینونو له کبله د دوی ابادي (نفوس) کمه شوې ده.
ډېری کالاشیان د دوی سیمې ته د سیلانیانو له ورتګه پیسې ګټي.

۸
تر ۱۹مې پېړۍ مخکې د کالاشیانو سیمه یوه وه چې کافرستان به بلل کېده او دوی د افغانستان وګړي ول.
دوی د نورستان د لویې سیمې اوسېدونکي ول. د ډېورنډ کرښې تر موافقې وروسته دوی د برتانیوي هند برخه شول او بیا په ۱۹۴۷ز کال کې د پاکستان وګړي شول.
دوی د نورستان د لویې سیمې اوسېدونکي ول. د ډېورنډ کرښې تر موافقې وروسته دوی د برتانیوي هند برخه شول او بیا په ۱۹۴۷ز کال کې د پاکستان وګړي شول.