د لاسرسي ځای

تازه خبر

بېګم نسیم ولي خان وايي په ډېروړوکوالي واده شوې وه


بېګم نسیم ولي خان د چارسدې په ولي باغ کې ۲۰۰۲ کال تصویر مجید بابر
بېګم نسیم ولي خان د چارسدې په ولي باغ کې ۲۰۰۲ کال تصویر مجید بابر
فرخنده وزیر
د پلوشې په دې اونیز پروګرام کی به د عوامي نیشنل ګوند د پخوانۍ مشرې مېرمن نسیم ولي خان سره د هغې په سیاسي او شخصي ژوند خبرې واورۍ. میرمن نسیم ولې خان که څه هم اوس په عملي سیاست کې برخه نه اخلي ، او د چارسدې په ولې باغ کې د ژوند شپې ورځې سبا کوي خو وايی، په روانو حالاتو ځان خبرساتې، او د سیمې د امنیتی وضعې په اړه سخته اندیښمنه ده.
دا وایی، ډېره وړه وه چې له خان عبدالولي خان سره يی واده وشو.
د هغې د ژوند په اړه نورکیسه ددې له خولې واوری.د پلوشې په دې پروګرامونو کې د نورو ښځو ژوند ته هم کتنه شوې.

ددې اونیز پروګرام جوړونکې فرخنده وزیر ده.دا پروګرام هره اونۍ د شورو او زیارت په ورځ د مشال رېډیو په خپرونو کې اورېدلای شی.
XS
SM
MD
LG