ځلاند یوسفزی په پېښور کې د مشال راډیو خبریال او د ویډیويي مطالبو اېډېټر (مدیر) دی. هغه پر بېلابېلو موضوعاتو غږیز، لیکلي او ویډیويي راپورونه او مستند فلمونه جوړوي.
په پېښور کې د ځوانو ډاکترانو سازمان یو شمېر غړي د مې له ۲۲مې راهیسې د نه خوړلو احتجاج کوي. دوی وايي، د پښتونخوا حکومت غواړي چې د متخصصینو یا سپېشلېسټ ډاکترانو د روزنې اداره ختمول غواړي. حکومت لا داسې پرېکړه نه ده کړې. ورسره دا ډاکتران نورې غوښتنې هم لري. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
د مردان ولي خان پوهنتون د وژل شوي زده کوونکي مشال خان د څلوېښتۍ مراسم شوي دي. د صوابۍ په زیدې کلي کې د یکشنبې یا اتوار ورځې دې مراسمو ته ګڼ سیاسي مشران، فعالان، ولسي وګړي او پوهان ورغلي ول. دې غونډې ته په اسلام اباد کې د افغان سفارت یو پلاوی هم ورغلی وو. ویډیو وګورئ.
په غونډه کې ویناګانې هم شوې دي چې پکې نه یوازې د مشال خان د وژنې غندنه شوې بلکې له حکومته غوښتنه شوې چې د هغه کورنۍ ته دې انصاف ورکړي او د نوموړي وژونکو ته دې سزاګانې واورول شي.
صوابۍ کې د ګل په ورځ د عبدالولي خان پوهنتون د وژل شوي زده کونکي مشال خان پلار اقبال شاعر د سياسي ګوندونو د ځايي مشرانو یو جرګه رابللې وه. جرګې د سياسي ګوندونو د استازیو او مدني فعالانو يوه کمېټۍ وګمارله چې په عدالت کې به د مشال خان کېس څاري او د هغه کورنې ته د انصاف تر لاسه کېدو لپاره به هلې ځلې
د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د اپرېل په ۱۳ مه د بلوه ګرو زده کوونکیو لخوا د وژل شوي زده کوونکي مشال خان پلار د ټولو سیاسي ګوندونو له کارکوونکیو د انصاف په ترلاسه کولو کې د ملاتړ غوښتنه کړې ده.
د اپرېل پر ۱۳مه ګڼو کسانو د ولي خان پوهنتون زده کوونکی مشال خان وواژه. پر دې وخت یو عیني شاهد هم موجود وو چې شاوخوا هر څه یې لیدلي. دی نه غواړي چې نوم یا انځور یې وښودل شي. د ده د ساتنې په موخه موږ د ده غږ (ږغ) هم بدل کړی دی. مشال راډیو په ازادانه ډول د دې سړي د خبرو پخلی نشي کولای. ویډیو وګورئ.
له ننه پوره یوه اونۍ وړاندې د اپرېل په ۱۳مه نېټه د زيارت په ورځ د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د بلوه ګرو زده کونکیو په برید کې د وژل شوي زده کونکي مشال خان خور ستوريا خان مشال راډیو ته وویل چې ورور به یې تل د انسانيت خبره کوله او هم دغې نظريې یې ژوند ازغن کړ. له نوموړې سره د مشال راډیو خبری
د یکشنبې په ورځ په نوښار کې د جميعت علما هند د سلو کالو پوره کېدو لمانځغونډې ته د جمیعت علما اسلام ( ف ) ترڅنګ د نورو ګوندونو مشرانو هم ویناوې وکړې.
د ګل (دوشنبې) پر ورځ په پېښور کې سېکانو د سرشمېرنې په فارم کې د دوی د مذهب خانې نه موجودیت پر ضد مظاهره کړې. دوی په خپلو نعرو کې د پاکستان له مشر قاضي څخه د انصاف غوښتنه وکړه. دوی وویل، دا بې انصافي ده چې په پاکستان کې ګڼ سېکان اوسي، خو په فارم کې خانه نه لري. ویډیو وګورئ.
د صوابۍ ځوانان تل د کرکټ په میدان کې ځلېدلي دي. له دې سیمې را وتلو ځوانانو د پاکستان په ملي ټیم او همدا رنګه په فرسټ کلاس کرکټ کې هم نومونه ګټلي دي. په یاده سیمه کې د نویو کرکټرانو د روزنې په موخه د ملک کرکټ اکېډمۍ په نوم یو مرکز پرانیستل شو. د سیمې مشران وايي دا به د نویو استعدادونو په راڅرګندولو ک
د خیبر پښتونخوا په ځېنو کلیوالو سیمو کې اوس هم د نینو یو څو بټونه پاتې دي. د ښاري ژوند له پراختیا سره، دا بټونه هم په ختمېدو دي. د صوابۍ په پرمولو کلي کې هم یو بټ دی چې پکې پهلوان عبدالوهاب له ۴۰ کلونو راهیسې ننینې وریتوي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
په پېښور کې ګڼو ځوانانو د پاکستان سپرلیګ په سیالیو کې د ((پېښور زلمي)) لوبډلې بریا خوشالۍ لمانځلې دي. دوی د ښار په بېلا بېلو سیمو کې اورلوبې وکړې او له موسیقۍ سره یې لاسونه واچول. ویډیو وګورئ.
د آیس يا کرسټل نومې نشه يي توکې اوس د خيبر پښتونخوا نېږدې په هره ضلع کې کارول کېږي. دا نشه څومره خطرناکه ده، د نشه يانو ژوند او انجام یې څه وي؟ تفصيل په دې ځانګړي رپورټ کې.
د کرمې اېجنسۍ زدکونکیو د اتوار په ورځ د پېښور پریس کلب مخې ته مظاهره کې د خیبر پښتونخوا له حکومته وغوښتل چې د دوی د یو ملګري زده کونکي کامران وژونکي دې زر تر زره ګرفتار کړي. کامران د تېرې جمعې په ماښام د پېښور په فقیر اباد سیمه کې د شوکمارو لخوا په ډزو وژل شوی و. پولیسو مظاهره کونکیو ته باور ورکړ چې
سید عالم محسود ګل په ورځ په پېښور کې تر یوې خبرې غونډې وروسته مشال راډیو ته وویل چې وزیراعلا پرویز خټک د مغربي لارې پرځای په وړو منصوبو تېروتلی دی او اوس پری پښتانه تېر باسي.
د شمالي وزیرستان شوې تحصیل خلکو په پېښور کې د کرم تنګي بند یا ډیم جوړولو ضد احتجاج کړی دی. د کابلخېلو یو شمېر خلکو په اتڼ احتجاج وکړ او ویې ویل چې که دا ډیم جوړ شي نو د دوی تحصیل زیانمنوي. څه موده مخکې امریکايي سفارت په یو بیان کې وویل د دې ډیم جوړولو لپاره یې د پاکستان حکومت ته پیسې منظورې کړې دي.
په صوابۍ کې له اباسینه د جیپونو پورې وتو زغل شوی دی. له تېرو پینځو کلونو راهیسې چې په ژمي کې په سیند کې اوبه کمې شي، نو د جیپونو دا زغل کېږي. ورسره ځېنې ښځې هم د اباسین غاړې ته ورغلې وې او غشي ویشتو لوبه یې وکړه. د جیپونو زغل ځای تاریخي ارزښت هم لري ځکه چې سکندر مقدوني له همدې ځایه تېر شوی وو. رپورټ
د قبايلي سيمو زده کونکیو سازمان د یکشنبې په ورځ د خپل یو ملګري شوکت عزيز د ګرفتارۍ خلاف د پيښور پریس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره وکړه. په دې موقع د قبايلي سيمو زده کونکیو سازمان مرستیال مشر محمد ادریس مشال راډیو ته وویل، د ايف سي ار قانون ختمولو لپاره تحريک چلونکي او تر ۳ ايم پي او قانون لاندی
د خېبر پښتونخوا د صوابۍ پولیس وايي نا معلومو وسله والو، یو ځايي سندرغاړی دروېش خان په ډزو وژلی دی.
په پېښور کې د پخوانیو ګاډو یا موټرو نندارتون جوړ شوی. له تېرو اووه کلونو راهیسې دا پخواني ګاډي هر کال له کراچۍ څخه پېښور ته سفر کوي او د یکشنبې یا اتوار پر ورځ یې نندارې ته ګڼ خلک ورغلي ول. د نندارې په ځای کې اتڼ او خټک نڅا هم وشوه. ویډیو وګورئ.
نور وښیئ