ځلاند یوسفزی په پېښور کې د مشال راډیو خبریال او د ویډیويي مطالبو اېډېټر (مدیر) دی. هغه پر بېلابېلو موضوعاتو غږیز، لیکلي او ویډیويي راپورونه او مستند فلمونه جوړوي.
د پېښور په رینګ روډ کې پر ټرکونو رنګار-رنګه انځورګیري په پښتونخوا کې ټرک چلوونکي که هر څومره ژوند سخت لري خو د ژوند رنګونه او ښکلا یې هېره نه ده. د دوی پر لاریو د وطن ښایستونه نقش وي. په دې اړه د ځلاند یوسفزي و
په پېښور کې د يو اين ايچ سي آر دفتر وايي، په خېبر پښتونخوا کې شاوخوا يو میليون رجسټرډ افغان کډوال ميشت دي او سږ کال دغه دفتر تر (۱۰۷۰۰۰) زيات کډوالو سره د ستنېدو لپاره مرستې کړي دي. د یاد دفتر په وینا په پېښور کې هره ورځ نږدې ۸۰۰ کورنۍ رجسټر کېږي او روانه اوونۍ کې د کډوالو لپاره په ازاخېلو کې يو بل
د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د سیمې استازي ساجد نواز مشال راډیو ته وویل، څلورو وسله والو د جمعې پر سهار شاوخوا شپږ بجې پر کالونۍ برید وکړ چې پکې یو عیسوی وژل شوی دی. نواز وویل، دا سیمه د پېښور له ښاره شاوخوا ۱۵ کیلیومیټره لرې ده چې پکې اکثریت د عیسویانو دی.
د خيبر پښتونخوا وزير اعلی پرويز خټک د افغان کډوالو د ستونزو د هواري لپاره يوه کميټي اعلان کړې ده او ويلي يې دي چې تر ۱۵ نومبر پورې به د نا رجسټره افغان کډوالو خلاف څه ډوله قانوني کاروايي نه کيږي.
دې وویل، د چین – پاکستان اقتصادي لار ((د پاکستان خیرات نه دی، دا د چین خیرات دی.)) بېګم نسیم ولي خان وویل، له پښتنو سره روانې بې عدالتۍ نورې نشي زغملای نو ځکه به پوره هلې ځلې کوي.
روژه د صبر او زغم مياشت ده خو د پښتنو په ټولنه کې د روژي په مياشت کې د جنګ جګړو پېښې زياتې شي.
د سياسي اتحاد بنياد بېګا ورځې ماښام د زیارت په پېښور کې د صوبې د سياسي ګوندونو په غونډه کې کيښودل شو.
د ماشومانو په تعليمي لاريون کې ځینې کسان داسې هم وو چې بې تعليمه دي او وايي چې ډير وروستو د تعليم په اهميت پوهه شول
د پېښور ګلبهار اوسېدونکې زينب برکت په وړوکوالي د ګوزڼ ناروغۍ وهلې وه خو هغې بیا هم معذوري د خپل ژوند پرمخ خنډ و نه ګرځاوه. اته کاله وړاندې يې ټېبل ټېنیس پيل کړ او په قامي او صوبايي کچه يې د معذورانو په مقابلو کې لومړي پوزيشنونه و ګټل۔ له پيښور د ځلاند يوسفزي ویډيو رپورټ
د مارچ پر ۱۶مه سهار د پېښور له سنهري جومات سره نېږدې د سرکاري کارکوونکو په بس کې چاودنه شوې چې پکې د پولیسو او خیبر پښتونخوا اطلاعاتو وزیر له وینا سره سم ۱۵ کسان وژل شوي. روغتیايي کارکوونکي وايي، روغتون ته ۳۹ ژوبل کسان هم وروړل شوي. د لېډي ریډنګ روغتون ویډیو.
د پېښور د پولیسو مشر عبدالمجید مروت او د پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر مشتاق غني وايي په دې چاودنه کې ۱۵ کسان وژل شوي دي.