ځلاند یوسفزی په پېښور کې د مشال راډیو خبریال او د ویډیويي مطالبو اېډېټر (مدیر) دی. هغه پر بېلابېلو موضوعاتو غږیز، لیکلي او ویډیويي راپورونه او مستند فلمونه جوړوي.
د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ د غړو د کارونو د څار لپاره د پېښور ځوانانو یو موبايل پروګرام (Application) جوړ کړی دی. د ټريک ريپس په نوم په دې ايپلې کيشن کې دا هم کتل کيدی شي چې د صوبايي اسمبلۍ هر غړي تر اوسه د اسمبلۍ په څومره غونډو کې ګډون کړی دی.
د پښتونخوا د سوداګرۍ او صنعتي خونې مشر حاجي محمد افضل وویل، ((موږ پر بهرنیو پانګوونکو اعتراض نه لرو خو وایو چې هغوی ته څه اسانتیاوې ورکوي، هغه دې موږ ته هم راکړي.))
د خېبر پښتونخوا او قبايلي سيمو یو شمیر نارینه او ښځینه ځوانانو د صوبايي حکومت ادارو د ښه حکومتي عملدارې لپاره کمپيوټري نظام جوړوي.
په پاکستان کې د خلکو د راجسټریشن او د معلوماتو د خوندي کولو ادارې (نادرا) هغو ټولو خلکو ته چې شناختي کارډونه یې بلاک دي ویلي چې خپل اسنادونه او شکایتونه دې په پنځلسو ورځو کې دننه له دوی سره جمع کړي.
د قبایلي سیمو د زده کوونکو سازمان - فاټا سټوډنټس فيډريشن – د یادو سیمو د زده کوونکو ترمنځ د مقابلې د دې امتحان تابیا کړې وه.
د دوشنبې پر سهار د پېښور په حیات اباد کې ځانمرګی برید شوی دی چې پکې د اېف سي ځواک یو افسر وژل شوی او درې ژوبل دي. چارواکي وايي، ځانمرګی بریدګر پر موټر سایکل سپور وو. دوی وايي، په پېښه کې اووه ولسي وګړي هم ژوبل شوي. تحریک طالبان پاکستان د حملې ذمه واري منلې. د پېښې د ځای ویډیو وګورئ.
نن سهار د خيبر پښتونخوا په حیات اباد کې د ايف، سي يا سرحدي ځواکونو پر ګاډو بريد شوی دی. د چارواکو په خبره بريد کوونکي په موټرسايکل وو چې د ايف، سي ځواکونو روان ګاډي يې په نښه کړل.
د قبایلي سیمو د زده کونکیو سازمان چې د روانې میاشتې په ۱۹ مه نېټه د فاټا د اصلاحاتو په لړ کې، په پېښور کې لاریون او احتجاج کوي وایي چې یو شمېر نورو تنظیمونو او مدني ټولنو هم ورسره د ګډون ژمنه کړېده.
د خيبر پښتونخوا په ايبټ اباد کې يو ماشوم د خر پورې تړل شوی، راښکل شوی او وژل شوي دی. د دې ماشوم پلار، شير افضل مشال ريډيو ته نن (پنچشنبه) وويل د دوی خر د ګاونډي پټي ته ورګډ شوی وو چې له وجې يې د پټي مالک غصه شو.
په صوابۍ کې د روغتیايي کارکوونکي سهېل احمد د وژنې په غبرګون احتجاج پای ته رسېدلی دی. د نوموړي پلار وايي، له هېچا سره یې دښمني نه وه او نه پوهېږي چې زوی یې چا وواژه. په پاکستان کې وسله والو پخوا هم د پولیو او نورو واکسینو پر ورکوونکو بریدونه کړي دي. د سهېل احمد د وژنې په اړه دا ویډیو وګورئ.
د پښتونخوا د نورو سیمو په څېر په صوابۍ کې هم خلکو اختر لمانځلی دی. ګڼ خلک د یکشنبې پر سهار لمونځ ته ورغلي ول او بیا یې له یو بل سره د اختر مبارکۍ وکړې. ویډیو وګورئ.
د پېښور قاسم علي جماعت د غير سرکاري کميټې غړې مولانا عابد کمال مشال راډېو ته د صوبايي يا مرکزي حکومت د نوم اخيستو نه ډډه وکړه خو وې وويل چې حکومت ورته خپل کسان راليږلې وو او د اختر مياشت د ليد لپاره د غونډې نه يې منعه کړې ده.
په سېنېټ کې د مذهبي چارو قایمه کمېټۍ پرېکړه کړې چې د اختر مياشتې ليدو لپاره به دا ځل سرکاري کمېټۍ د جون په ۲۵مه نېټه په پېښور کې کښېني.
د قبايلي سيمو زده کونکیو سازمان غړیو د فاټا اصلاحاتو په حق کې د احتجاجي تحريک پيلولو اعلان کړی دی.
په پېښور کې د خبریالانو یوې ټولنې د پښتونخوا د هریپور د خبریال بخشش الهي د وژنې پر ضد مظاهره کړې ده او د خبریالانو د ساتنې غوښتنه یې کړې. نوموړی د یکشنبې یا اتوار پر سهار دفتر ته روان وو چې د وسله والو په برید کې ووژل شو. د احتجاجي مظاهرې ویډیو وګورئ.
په پېښور کې د ځوانو ډاکترانو سازمان یو شمېر غړي د مې له ۲۲مې راهیسې د نه خوړلو احتجاج کوي. دوی وايي، د پښتونخوا حکومت غواړي چې د متخصصینو یا سپېشلېسټ ډاکترانو د روزنې اداره ختمول غواړي. حکومت لا داسې پرېکړه نه ده کړې. ورسره دا ډاکتران نورې غوښتنې هم لري. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
د مردان ولي خان پوهنتون د وژل شوي زده کوونکي مشال خان د څلوېښتۍ مراسم شوي دي. د صوابۍ په زیدې کلي کې د یکشنبې یا اتوار ورځې دې مراسمو ته ګڼ سیاسي مشران، فعالان، ولسي وګړي او پوهان ورغلي ول. دې غونډې ته په اسلام اباد کې د افغان سفارت یو پلاوی هم ورغلی وو. ویډیو وګورئ.
په غونډه کې ویناګانې هم شوې دي چې پکې نه یوازې د مشال خان د وژنې غندنه شوې بلکې له حکومته غوښتنه شوې چې د هغه کورنۍ ته دې انصاف ورکړي او د نوموړي وژونکو ته دې سزاګانې واورول شي.
صوابۍ کې د ګل په ورځ د عبدالولي خان پوهنتون د وژل شوي زده کونکي مشال خان پلار اقبال شاعر د سياسي ګوندونو د ځايي مشرانو یو جرګه رابللې وه. جرګې د سياسي ګوندونو د استازیو او مدني فعالانو يوه کمېټۍ وګمارله چې په عدالت کې به د مشال خان کېس څاري او د هغه کورنې ته د انصاف تر لاسه کېدو لپاره به هلې ځلې
د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د اپرېل په ۱۳ مه د بلوه ګرو زده کوونکیو لخوا د وژل شوي زده کوونکي مشال خان پلار د ټولو سیاسي ګوندونو له کارکوونکیو د انصاف په ترلاسه کولو کې د ملاتړ غوښتنه کړې ده.
نور وښیئ