پامیر ساحل د مشال راډیو خبریال دی چې د سیمې پر امنیتي او سیاسي موضوعاتو رپورټونه جوړوي.
په اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼه کې څېړونکې ډاکتره عایشه صدیقه لیکي، کله چې دا ماشومه وه نو د پاکستان د خپلواکۍ ورځ لمانځلو زیاته هڅه نه غوښتله.
د بابړې پېښې پر خدايي خدمتګار غورځنګ اغېز، په دې وژنو کې د خان عبدالقیوم خان رول، بیا څو لسیزې وروسته د خان قیوم په بلوچستان کې په وژنو کې ککړتیا او په دې وروستیو کې په لاهور کې د ماډل ټاون وژنې او د پاکستان دولت یا ریاست په کړه وړه
په افغانستان کې د ولسمشرۍ دویم پړاو تر ټاکنو وروسته د پیدا شوي بحران هواري په موخه، څو ورځې مخکې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د دواړو نوماندانو تر منځ د یوې موافقې یا هوکړې منځګړتوب وکړ.
اورېدونکو په جمهوریت خپرونه کې د تحفظ پاکستان قانون په اړه له سیاستوالانو او پوهانو سره غږېدلي یو. په خپرونه کې به واورئ چې دا قانون ولې سینېټ او قامي اسمبلۍ منظور کړ او د دې قانون اثرات څه کېدای شي؟
د مشال راډيو د اختر ځانګړو خپرونو په لړ کې مو درته دا ځل هم مشاعره راوړې ده. د مشاعرې کوربانه هارون باچا او پامیر ساحل دي او په خپرونه کې په متحده عرب اماراتو کې مېشت ممتاز اورکزی او د کابل اوسېدونکی طایر ځلاند نه یوازې خپل کلامونه اوروي بلکې د ادب او ژوند په اړه خبرې هم کوي.
د جمهوریت په خپرونه کې په یوه ټولنه یا هېواد کې د انصاف د تصور او د دې له جمهوریت سره د تړاو په اړه بحث شوی دی.
د جمهوریت په نننۍ خپرونه کې د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو تر دویم پړاو وروسته د بحران او بیا د بحران هواري لپاره پر موافقې غږېږو. وا به ورئ چې دا ډول بحرانونه او د دې په نتیجه کې سیاسي جوړ جاړي د هغه هېواد پر ډیموکراسۍ څه اغېز لري؟
د جمهوریت په نننۍ خپرونه کې په یوه ټولنه یا هېواد کې د انصاف د تصور او د دې له جمهوریت سره د تړاو په اړه بحث شوی دی.
نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، افغانستان دا مهال له یوه ستونزمن حالت سره مخامخ دی. د ولسمشرۍ د څوکۍ نوماند عبدالله عبدالله پلویانو په هېواد کې د موازي یا متوازي حکومت د ګواښ او انتخاباتو ته د کودتا په نوم ورکولو سره افغانستان یوه خطرناک لوري ته بیايي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري خبرداری ورکړی دی چې په افغانستان کې د واک تر لاسه کولو لپاره هر ډول ناقانونه عمل به له هغه هېواد سره د نړیوالو مرستو په زیان تمام شي.
د پاکستان د مالي چارو پخوانی وزیر شاهد جاوېد برکي لیکي، وسله والې ډلې په قبایلي سیمو کې له پټنځایونو خپل عملیات کوي او د پاکستان په نورو برخو کې له بېلا بېلو سازمانونو سره تړلي دي.
افتاب احمد خان شېرپاو وايي، پاکستان دې ته په انتظار دی چې نوی افغان ولسمشر پر څوکۍ کښېني او له پاکستان سره ټولې موجودې مسلې هوارې کړي.
د پاکستان د بشري حقونو کمېشن (کمېسیون) ویلي دي چې د تحفظ پاکستان قانون نه یوازې د بشري حقونو سرغړونو ته لار هواروي بلکې له دې سره به په هغه هېواد کې د بشري حقونو خلاف ورزۍ زیاتې شي.
د اېټلانټېک ورځپاڼې خبریال مجیب مشال له افغان ولسمشر حامد کرزي سره مرکه کړې ده. د یوې پوښتنې په ځواب کې کرزي ویلي، دی یو سوله ییز انسان دی او هېڅ کله به و نه غواړي چې دی د خپلو خلکو تر منځ په جګړه کې لوی قوماندان وي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر پروېز رشید د سې شنبې (یا نهې) پر ورځ په راولپېنډۍ کې د ژوبلو شویو پولیسو تر پوښتنې وروسته خبریالانو ته وویل، د طاهر القادري پلویانو په بې ساري ډول پر پولیسو تشدد وکړ.
د شنبې یا خالي ورځ د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو دویم پړاو ورځ ده. د لومړي پړاو له نتیجو سره سم، ډاکتر عبدالله عبدالله او ډاکتر اشرف غني احمدزی دا ځل له یو بل سره په سیالۍ کې دي.
په جمهوریت یا ډیموکراسۍ کې یوه عقیده یا نظر د انسانانو د برابرۍ یا مساوات دی. په بله مانا، د یوې ټولنې د ټولو وګړو مساوات د جمهوري ارزښتونو یا اقدارو له جملې څخه دی.
ډاکتره مایا اېنجلو وايي، ((مینه ټول زخمونه او ټپونه جوړوي. بس مینه. مینه د هر درد دوا ده.))
د پاکستان وزیراعظم میا نواز شریف سره د خپلې مېرمن کلثوم نواز او زوی حسین نواز نوي ډیلي ته تللی دی. نوموړی د هند نوي وزیراعظم نرېندر مودي په بلنه د هغه د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره تللی دی.
نور وښیئ