پامیر ساحل د مشال راډیو خبریال دی چې د سیمې پر امنیتي او سیاسي موضوعاتو رپورټونه جوړوي.
په افغانستان کې په دې وروستیو ورځو کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي. یوازې د چارشنبې پر ورځ په بېلا بېلو پېښو کې ۱۹ پولیسان ووژل شول. له دې سره سره د سړک تر غاړې ښخو بمونو چاودنې هم په بېلا بېلو ولایتونو کې خلکو ته مرګ ژوبله ور په برخه کوي.
د شفافیت نړیوالې ادارې (یا ټرانسپیرنسي انټرنیشنل) په تازه رپورټ کې ویل شوي دي چې د پراخې درغلۍ له کبله په جنوبي اسیايي هېوادونو کې د اقتصادي ودې ګټې شتمنو ته رسېږي.
د افغانستان د اساسي قانون له وینا سره سم، په ولسمشریزو ټاکنو کې که یو کاندید یا نوماند ساده اکثریت تر لاسه کړي نو هغه ولسمشر کېدای شي. دا ساده اکثریت ۵۰ جمع یو یا ۵۱ فیصده رایې وي.
قانون پوه او د بشري حقونو فعال ای اې رحمان د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ د ځینو ګوندونو او ډلو هغه احتجاج ته په مثبته سترګه ګوري چې دوی د تېر اتوار یا یکشنبې پر ورځ وکړ.
د دوشنبې (ګل) د ورځې له سهاره د ۴۱ څوکیو لپاره د رایې ورکولو عمل پیل شو. په دې کې د اترپردېش ۱۸، غربي بنګال ۱۷ او د بهار شپږ څوکۍ شاملې دي.
په سیاسیاتو او د نړیوالو اړیکو په علومو کې د یوه دولت جوړونه، تعمیرونه او رغاونه او د یوه ملت جوړونه او رغاونه دوه بېلا بېل اصطلاحات دي. په مختصره او ډېره ساده توګه که ووایو نو د دولت جوړونه د هېواد ادارې او نظام جوړول دي.
بر تانیا وايي، تر هغو چې پاکستان د سختدریځۍ او وسله والو پر وړاندې موثر ګامونه نه وي اخیستي، د دې هېواد مرستې دې کمې کړل شي.
نن (د اپرېل پر ۳۰مه) په اووه هندي ایالتونو او د وفاق تر واک لاندې په سیمو کې د رایې اچونې عمل د هند پر وخت د سهار پر اووه بجې (د پېښور شپږ نیمې – د کابل شپږ بجې) پیل شو چې د مازیګر تر شپږو بجو به روان وي.
په پاکستان کې د سیاسي چارو ځینو شنونکو او ان د حکومت ځینو چارواکو د پوځ او د هېواد د جمهوري حکومت تر منځ پر ځینو موضوعاتو پر اختلافاتو اندېښنې څرګندې کړې او دا موضوعات یې د هېواد د ډیموکراسۍ لپاره یو ډول ګواښ وګرځول.
بلیغ الرحمان وویل، حکومت تر اوسه په فرقه ییز تاوتریخوالي کې د لاس لرلو په تور ۱۷۳ کسان نیولي دي، خو پر دې تور هېڅ کس نه دی سزا شوی. خو په سینېټ کې د اپوزیشن ګوندونو د حکومت دا شمېرې ردې کړې او ویې ویل چې په فرقه ییز تاوتریخوالي کې په زرګونه کسان وژل شوي دي.
د چارشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان وزیراعظم میا نواز شریف، د پیپلز ګوند مشر او له پخواني ولسمشر اصف علي زرداري سره ولیدل
ومې ادارې ته چې زه اوس لیکل کوم، تر یو کال هغې ادارې زما لیکونه بند کړي ول. مجبوراً به بیا ما خپلې لیکنې [د اسیا یا اېشیا بشري حقونو کمېشن] ته لېږدولې، او له هغې علاوه ما له یوه ملګري سره یوه [انټرنیټي خبري پاڼه] هم پیل کړې وه چې (چغه) نومېده، خو چې کله درې [ګڼې] ما شایع کړې، نو پر ما او زما پر هغه
د ورکو کړل شویو بلوڅانو سازمان (وایس فار مېسېنګ بلوڅ پرسنز) مشر نصرالله بلوڅ له مشال راډيو سره د مرکې پر وخت د پاکستان پر استخباراتي او امنیتي ادارو تور پورې کړ چې ده ته ګواښونه کوي.
فېټڅپیټرېک په امریکا کې د خپل نوي کتاب چې ((د پاکستان اټومي خطرو قابو کول)) نومېږي، د مخکتنې په غونډه کې وویل، د پاکستان اټومي زېرمه په نړۍ کې تر ټولو زیاته پراخېدونکې زخیره ده او ښايي تر ۲۰۲۰ز کاله به همداسې پراخېږي.
د امریکا غږ پر ووبپاڼې د لیکوال ایاز ګل په مقاله کې راغلي، د پاکستان یو وزیر وايي، دوی به له طالبانو سره د جوړجاړي په صورت کې هغوی ته د هیواد په سیاسي چارو کې رول نه ورکوي.
د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې څوک رایه ورکولای شي؟ په انتخاباتو کې د رایې ورکولو ارزښت څه دی؟ خلک باید ووټ ولې ورکړي؟ د افغانستان ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو نظام څنګه دی؟ د انتخاباتو پر ورځ خلک رایه څنګه ورکولای شي؟ په انتخاباتو کې د زور کارول څه مانا لري؟
په اوونیزه خپرونه جمهوریت کې نن پر دې موضوع غږېږو چې په جمهوري هیوادونو کې کړکېچونه یا شخړې ولې پیدا کېږي او د دې د هواري لار څنګه وي؟ په همدې تناظر کې بیا په پاکستان کې له وسله والو طالبانو سره د خبرو بهیر ته کتنه کوو.
په افغانستان کې د راتلونکې میاشتې پر پینځمه د ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو انتخاباتو لپاره کیمپېن روان دی.
په اوکراین کې چې څه روان دي، په اړه یې حقایق مالومول ګران کار دی. داسې ښکاري چې روسۍ رسنۍ دا کار نور هم سختوي.
د منځنۍ اسیا او قفقاز هیوادونو چارو پوه فریډرېک سټار لیکي، که یوې خوا ته په شام (سوریه)، عراق او افغانستان کې تاوتریخوالی روان دی نو بلې خوا ته د پخواني شوروي اتحاد اکثریتي مسلمان هیوادونه د سیکولر حکومتونو او ازادو بازارونو تجربې کوي.
نور وښیئ