پامیر ساحل د مشال راډیو خبریال دی چې د سیمې پر امنیتي او سیاسي موضوعاتو رپورټونه جوړوي.
د پاکستان په ایین کې ۲۴۶ او ۲۴۷ دفعې دي. په دې کې منځنۍ پښتونخوا – له باجوړه تر وزیرستانه – په جنوبي پښتونخوا کې ژوب ډيويژن دی او دلته زموږ د ملاکنډ ډيویژن؛ دا خاصې علاقې دي.
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین، د ایسلینډ وزیراعظم، د سعودي عرب پاچا، د متحده عرب اماراتو د ابو ظبۍ امیر او د پاکستان وزیراعظم نواز شریف او د ده کورنۍ پټې کاروباري سوداګانې کړې دي
د پنجشنبې د شپې له تازه بندیزونو سره سم، څلور کسان او دوه ډلې د امریکا مالیې وزارت د نړیوالو ترهګرو په لېسټ کې ورشامل کړل شوي دي.
د سې شنبې یا نهې پر ورځ دا الوتکه له مصري ښار سکندریه څخه قاهرې ته روانه وه چې یوه کس وتښتوله او د قبرص په لارناکا هوايي ډګر یې ورته د ناستې وویل.
د افغان هوايي ځواک مشر ډګر جنرال عبدالوهاب وردګ وايي، سږکال د هر ډول امنیتي ګواښ مخنیوي ته تیار دي. دی وايي، د اپرېل له نیمايي څخه به اې-۲۹ الوتکې په افغانستان کې خپل فعالیت پیل کړي. بشپړه مرکه وګورئ.
د اروپا دا ډول ناامنۍ هلته مېشتو افغانانو او پښتنو ته څه پیغام ورکوي او دوی څنګه ځان د وسله والو ډلو له فعالیتونو او افکارو لرې او جلا ښودلای شي.
د قبایلي سیمې خیبر پارلېماني استازی الحاج شاه جي ګل اپریدی دا ردوي او وايي، په پنجاب کې پنجابیان او سرایکیان دوه لوی قامونه دي. ((پنجابیان او سرایکیان یو نه دي. [د هغوی تر منځ] دومره فرق دی لکه د هزاره او پښتون فرق.))
په لومړي عمل کې د ډېموکراټ او رېپبلېکن ګوند غړي له یو بل سره سیالي کوي چې د زیات ملاتړ په تر لاسه کولو، د خپل ګوند له خوا د ولسمشرۍ څوکۍ ته رسمي کاندید شي.
د دفاع مقدس په نوم یوه ایرانۍ خپرونه وايي، دا وسله وال د شام په نبل او الزهرا سیمو کې وژل شوي ول چې د مارچ پر لومړۍ او دویمې نېټه یې مړي د ایران قم ښار ته وروړل شول.
پوښتنه دا ده چې د ډېورنډ کرښې دواړو خواو ته د ښځو په ژوند کې بدلون ولې نه تر سترګو کېږي؟ هغه څه وجوهات دي چې د ښځو حقونو خوندیتوب قوانین نه عملي کېږي یا څه اغېز نه لري؟
څه موده مخکې د کاناډا یوې ادارې پګواش هم په قطر کې د طالبانو، افغان حکومت پخوانیو چارواکو او ځېنو پوهانو یوه غونډه برابره کړې وه چې پکې د افغانستان د سولې پر بهیر خبرې وشوې.
د پاکستان وزیراعظم د ۲۰۱۶ز کال د جنورۍ پر ۱۱مه په اسلام اباد کې وویل، د چین – پاکستان اقتصادي لار د اربونو ډالرو یو شمېر پروژو مجموعه ده.
ایا له هغو کورونو پر پوځ ډز شوی؟ هلته دهشت ګرد ناست ول؟ نو دا کورونه ولې ړنګ شول؟ انسان پکې نه وو او کورونه ړنګېدل!! دا چا ړنګ کړل او ولې یې ړنګ کړل؟ نه ډز شوی دی، نه ضرر رسېدلی دی، نو پر دې سربېره کور ړنګېږي، ابادي ړنګېږي، بازار ړنګېږي، دا ولې؟
یوه هالینډ مېشتي افغان د ((ځاځي ډيزاین)) په نوم د جامو جوړولو یو برانډ جوړ کړی او په دې وروستیو کې یې خپلې جوړې کړې او ګنډلې جامې د لندن یوې نړیوالې فیشن شو ته وړاندې کړې دي. نوید الیاس وايي، د جامو له ډیزاینولو سره غواړي افغان کلتور نړۍ ته ښکاره کړي. له نوموړي سره مرکه دلته وګورئ.
پر داسې پوهنتون چې هغه د باچا خان په څېر د یوه شخصیت تر نوم لاندې دی چې افغانان ورته د پاکستانیانو پرتله په سلګونه ځلې زیات درناوی لري. دا حملهد هېڅ افغان لپاره، که په هر موقف کې وي او هر هدف ولري ، د درک وړ نه ده.
په پاکستان کې حکومت او پوځ سختدریځۍ ته له یوې عدسې یا نظره ګوري او د ټولنې تنزل او وېش موضوع له پامه غورځوي چې له کبله یې سختدریځي پیاوړي کېږي
چارواکي وايي، د جنورۍ پر ۲۰مه، سهار شاوخوا نهه بجې، څلور وسله وال په چارسده کې د باچا خان پوهنتون ودانۍ شا له خوا پر دېوالونو ورواوښتل. وسله وال د زده کوونکو پر لیلیې (یا هاسټل) او د مېنېجمنټ او کمپیوټر ساینس پر بلاکونو برید وکړ.
که دا قانون سازي ونشي چې له بهره بلوچستان ته تلونکو خلکو ته به د ووټ ورکولو حق نه وي او د بلوچستان شناختي کارډ به نشي جوړولای، نو د بلوچستان اصلي اوسېدونکي به په اقلیت وربدل کړل شي.
د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد پولیس وايي، دوی د سې شنبې یا نهې پر سهار، په ډي اېچ اې، بحریه ټاون او نیلور فیکټرۍ سیمو کې پر شاوخوا ((۳۰۰ کورونو چاپې وهلې دي)) چې پکې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ((خبریال کور)) هم شامل وو.
د ولسمشر له دفتره په خپور شوي پروني بیان کې په ایران کې د سعودي عرب پر سفارت او قونصلګرۍ د مظاهره کوونکو حملې ته په اشاره ویل شوي، ((د ویانا د ډېپلوماټیکو اړیکو له نړیوال کنوېنشن)) سره سم، دا د هر هېواد دنده ده چې د سفارتونو او ډېپلوماټانو ساتنه باوري کړي.
نور وښیئ