پامیر ساحل د مشال راډیو خبریال دی چې د سیمې پر امنیتي او سیاسي موضوعاتو رپورټونه جوړوي.
د ډېسېمبر د ۳۱مې پر شپه، په میونښ کې پولیسو د ښار اورګاډي تر ټولو مصروف تمځای خالي کړ او تر نیمې شپې یو ساعت مخکې یې ((د یوې جدي، او پېښېدونکې)) حملې ګواښ خبرداری ورکړ.
د تحریک مشر ډاکتر سید عالم مسود د زیارت یا پنجشنبې پر مازیګر مشال راډیو ته وویل، د چین پاکستان اقتصادي لار په اړه د وفاقي حکومت اقداماتو دوی نه دي مطمین کړي. ده وویل، د جنوري د دویمې په غونډه کې به دوی پرېکړه کوي چې ایا پر دې موضوع ولسي پاڅون وکړي او که څنګه؟
نن په دې بحث کې هڅه کوو چې له ځېنو سیاستوالانو او پوهانو سره خبرې وکړو او دا معلومه کړو چې ایا اوس هم د اقتصادي کارېډور په اړه شکونه او ګمانونه یا اندېښنې شته او که څنګه؟
د هند وزیراعظم نرېندر مودي د جمعې پر سهار وختي کابل ته ورسېد، هلته یې د پارلېمان نوي وداني پرانیسته او بیا یې د ولسي او مشرانو جرګو ګډې غونډې ته وینا وکړه. مودی وویل، افغانستان یوازې هغه مهال بریالی کېدای شي چې د پولې هغې خوا ته د ترهګرو ځالې وتړل شي. تفصیل په دې ویډیو کې.
هندی وزیراعظم نرېندر مودي د افغانستان د سفر پر مهال د هغه هېواد پارلېمان نوې وداني پرانیزي او افغان هوايي ځواک ته درې هیليکاپټرې سپاري.
نن مو هڅه کړې چې د دې حکومتي کمېټۍ رول او د پارلېمان له غړو سره د مشورو موضوع نوره وڅېړو. پر دې راسره د خبرو لپاره د پاکستان په پارلېمان کې د قبایلي سیمو څلور استازي مېلمانه دي.
په خپرونه کې راسره د عوامي نیشنل ګوند یوه مشره او د پارلېمان پخوانۍ غړې بشرا ګوهر، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو مشر او سېنېتر عثمان خان کاکړ او د امنیتي چارو پوه او د پاکستان پوځ پخوانی برېګېډییر سید نذیر مېلمانه دي.
یوه پاکستاني کیمره چلوونکي د روانو چارو په برخه کې د سوني ادارې انعام ګټلی دی.
که یوې خوا ته ځېنې سیاسي ګوندونه او سیاستوالان د قبایلي سیمو د اییني حیثیت بدلولو غوښتنه کوي نو ځېنې نور ګوندونه او سیاستوالان ورسره موافق نه دي. همدا موضوع په خپرونه کې څېړو
ډاکتر سید عالم مسود وايي، د مظاهرو ګټه دا ده چې له دې لارې ځپل شوي خلک نړۍ ته هم خپل اواز رسوي او د خپلې سیمې یا هېواد حال ورښيي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، په پاکستان کې سختدریځې ډلې دي چې پکې د ځېنو ملاتړ د هغه هېواد اېسټیبلېشمنټ کوي نو ځکه د وړو اټومي وسلو موجودیت ډېر خطرناکه ثابتېدای شي.
د جمهوریت نننۍ خپرونه له تېرې هغې سره تړلې ده. په دې خپرونه کې به واورئ چې د پاکستان پخواني پوځي واکمن ضیاالحق پر ضد د جمهوریت بحالۍ تحریک څومره موثره وو؟ پر اوږدو مبارزو او تحریکونو چلولو سربېره د پاکستان او افغانستان مېشته پښتانه له بېلا بېلو ننګونو سره مخامخ دي؟
د روانې میاشتې پر ۲۶مه په پاکستان او افغانستان کې په راغلې زلزله کې په سلګونه کسان وژل شوي او په زرګونه ژوبل دي.
د امریکا ځمکپوهنې اداره وايي، د زلزلې مرکز په هندوکش غره کې وو او پر رېښتر درجه یې زور ۷.۷ وو. د پاکستان موسمیاتو اداره وايي، د زلزلې زور ۸،۱ وو. په باجوړ کې د خار هیډکوارټر روغتون ته ۴ مړي او له ۱۰ څخه زیات ژوبل شوي کسان وروړل شوي دي.
په پاکستان کې جنرال ضیاالحق په ۱۹۷۷ز کال کې جمهوري حکومت ړنګ کړ، د هغه وخت وزیراعظم ذوالفقار علي بوټو یې زنداني او بیا وروسته په دار وځړاوه او د سیاسي ګوندونو پر فعالیتونو یې بندیز ولګاوه. د دې اقداماتو په نتیجه کې د پاکستان کیڼ لاسي او ملتپاله سیاسي ګوندونو د جمهوریت بحالۍ تحریک وچلاوه چې اېم ار ډي
نوموړې د خیبر پښتونخوا د کرک ده او له تېرو شاوخو درو لسیزو راهیسې په سیاسي مبارزو بوخته ده، لوړې زده کړې لري، د مسلک له پلوه د پرمختیايي، مالي او بانکي چارو پوهه ده او په سیاسي ډول د مترقي او کیڼ لاسي سیاست لاروۍ ده.
برتانیوۍ فنانشل ټایمز ورځپاڼې په خپل تحقیقاتي رپورټ کې ویلي، په شام او عراق کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې تر واک لاندې سیمه د تېلو پیداوار لپاره مشهوره ده او دا ډله د تېلو خرڅلاو له لارې د خپلو وسله والو فعالیتونو او جګړې لپاره پیسې برابروي.
په خیبر پښتونخوا کې د ناحکومتي ادارو کارکوونکي او فعالان وايي، د ناحکومتي ادارو په اړه د پاکستان وفاقي حکومت اقدامات پر تفریق یا توپیر ولاړ دي چې له کبله یې ګڼې اېن جي او ګانې اوس په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې کار نشي کولای.
د مشال تر رڼا لاندې خپرونه پاڼې ته ښه راغلاست. له یوې مودې راهیسې د پاکستان و هند اړیکي د کنټرول پر کرښې د تاوتریخوالي پرله پسې پېښو له کبله د کړکېچ او ترینګلتیا ښکار دي. څه موده مخکې د دواړو هېوادونو وزیراعظمان د روسیې په اوفا کې سره سلا شوي ول چې په اګست کې به د دواړو هېوادونو د قامي سلامتیا مشاوران په نوي ډيلي کې سره ګوري خو دا ملاقات منسوخ کړل شو.
د سېپټېمبر پر ۲۰مه نېټه د قبایلي سیمې خیبر پولیټیکل انتظامیې او امنیتي چارواکو په جمرود کې د یوې جرګې پر مهال ولس ته وویل چې په خپلو سیمو کې دې امنیت ټینګ کړي او په دې لړ کې دې له انتظامیې سره مرسته وکړي.
نور وښیئ