پامیر ساحل د مشال راډیو خبریال دی چې د سیمې پر امنیتي او سیاسي موضوعاتو رپورټونه جوړوي.
خرم دستګیر خان وايي، اسلام اباد به اوس د پوځي سامانونو او وسلو لپاره هم زیاته توجه روسیې او چین ته ورکوي او زیاتوي چې په تېرو درو کلونو کې یې له روسیې څخه هېلېکاپټرې اخیستي دي.
د یکشنبې پر سهار په لاهور کې د سپریم کورټ د مشر قاضي میا ثاقب نثار په مشرۍ درې کسیزه جرګګۍ د پنجاب د قصور پر ماشومې د تېري او د هغې د وژنې د قضیې اورېدنه وکړه. جرګګۍ د پاکستان شنونکي شاهد مسعود ته د یکشنبې تر ماخوستنه وخت ورکړی چې د خپلو دعوو ثبوت ورکړي.
که دا معلومه شي نو بیا پولیسو د شاوخوا ۲۰۰ مشکوکه کسانو د وینې نمونې اخیستې دي او د هغوی د ډي اېن اې له معاینې څخه به د ککړ کس شناخت وشي.
موږ خپله اندېښنه د پاکستان حکومت ته رسولې او پر پاکستان ټینګار کوو چې په چټکۍ او بې له شرطه د دفتر تړلو پرېکړه لغوه کړي او د مشال راډیو فعالیتونه بحال کړي.
پراګ - د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان ژمنه کړې ده چې د شام په عفرین سیمه کې به عملیاتو ته دوام ورکوي. دا سیمه د کردانو تر واک لاندې ده.
عارف خان دا خبر رد کړ چې ګواکې زده کوونکي د اسلامیه کالج په نوم د شخصي تعلیمي ادارې پرنسپل د مذهب د سپکاوي په تور وژلی دی. ده وویل، د پرنسپل د وژنې پر ضد د شبقدر خلکو مظاهره وکړه
دا د غندنې وړ دی او دا بالکل ناسم اقدام دی. داسې باید ونشي. زموږ د ایین ۱۹مه ماده د بیان د ازادۍ په اړه ده چې پکې هر کس ته د خپلې خبرې کولو مکمله اجازه ده.
د پاکستان د اب و هوا یا اقلیم چارو وفاقي وزیر مشاهد الله خان غونډې ته په وینا کې وویل، د اب و هوا بدلون او د تودوښي درجې زیاتېدل یوه نړیواله مسله ده او د نورو هېوادونو په څېر دوی هم هڅه کوي
د کواټ پولیس وايي، په امریکا کې یې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني پر ضد پرچه درج کړې ده.
د یکشنبې پر ورځ په لاهور کې د پاکستان د سپریم کورټ د مشر قاضي ثاقب نثار په مشرۍ درې کسیزه جرګګۍ له خپل طرفه یا د سوموټو نوټس پر اساس، پر اته کلنې زینب د تېري او د هغې د وژنې قضیې اورېدنه وکړه.
پولیسو د مسود مور و پلار کراچۍ ته وربللي چې پلټنیزه کمېټي یې د دوشبنې پر ورځ بیان واخلي. د مسود د وژنې په تړاو د سېند حکومت د ملیر اېس اېس پي راو انوار معطله کړی دی
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش مشال راډیو ته وویل، چې د انټرکانټېنېنټل هوټل د تصفیې عملیات روان دي او افغان ځانګړو ځواکونو تر دا مهاله درې منزله تصفیه کړي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هېلې ویلي، پر پاکستان یې د پوځي مرستو له بندولو سره هغه هېواد ته قوي پیغام ورکړی. نوموړې د امریکا غږ له ګرېتا فن سوستېرن سره په مرکه کې ویلي، پاکستان ترهګرو ته پناه ورکولو ته دوام ورکوي، نو ځکه واشنګټن ورته د دې لپاره نور پیسې نشي ورکولای.
اسوشي اېټډ پرېس اژانس لیکي، د ورېښمو د لار بیا بحالۍ په اړه د چین یو شمېر پروژې له بېلا بېلو سیاسي او مالي خنډونو او ځنډ سره مخامخ شوې دي. په دې لړ کې په پاکستان کې هم د شاوخوا ۱۴ اربه ډالرو پروژې ځنډېدلې دي.
د روسیې ریا خبري اژانس تېر ماښام، په ملګرو ملتونو کې مرستیال سفیر سېرګې ریابکوف له خولې ویلي، ((د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ایران د کورنیو چارو په معامله کې هېڅ رول نه لري.))
د مجاهد په خبره، پولیسو د ناقانونه نشه يي موادو او شرابو د خرڅوونکو د احتمالي احتجاج مخه نیوله چې برید وشو. دا حمله د زیارت پر شپه شاوخوا اته نیمې بجې له مکروریانو سره نېږدې شوې.
امریکايي حکومت وايي، د پاکستان پوځ ته امنیتي مرستې تر هغو ځنډوي چې د افغان طالبانو او حقاني شبکې پر ضد یې ((پرېکنده اقدام)) نه وي کړی. د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیدر ناورټ د زیارت پر ماښام خبري غونډې ته وویل
د امریکا د ملي امنیت سلاکار اېچ. ار. مېکماسټر ویلي، ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پاکستان له خوا د ترهګرو ډلو د ملاتړ چلند نهیلی کړی دی. نوموړي د امریکا غږ له خبریالې ګرېتا فان سوستېرېن سره په مرکه کې ویلي، اسلام اباد ته په سپینه وايي چې د په ترهګرو ډلو کې دې توپیر نه کوي
نور وښیئ