پامیر ساحل د مشال راډیو خبریال دی چې د سیمې پر امنیتي او سیاسي موضوعاتو رپورټونه جوړوي.
د ډېسېمبر له ۲۸مې د هېواد په بېلا بېلو ښارونو کې مظاهرې روانې دي چې لومړی د ورځني استعمال د شیانو د بیو زیاتېدو پر ضد پیل شوې وې خو وروسته یې بڼه سیاسي شوه او خلکو د هېواد پر سیاسي
د هېواد د ایت الله ګانو تر واک لاندې مذهبي ادارې او انقلاب ساتونکي دواړه خپل سیاسي طاقت کاروي او د اقتصاد لویه برخه یې په کنټرول کې ده. هغوی هېچا ته حساب نه ورکوي.
ايراني مظاهرچيان په هېواد کې د ورځني استعمال او خوراکي شیانو د بیو زیاتولي پر ضد کوڅو ته وتلي دي.
اصلي خبره دا ده چې [داعش] په دوو هدفونو [حملې کوي]. یو د خپلې ایډیولوژۍ او مفکورې له مخه، لکه په سوریې او عراق کې یې چې کول. او له بلې خوا د خلکو په منځ کې د افغانستان دولت بې اعتماده کول غواړي.
تر اوږدې مودې، پاکستان طالبانو او یو شمېر ترهګرو ډلو ته پټنځایونه ورکړي. خو هغه ورځې لاړې. ولسمشر ډونلډ ټرمپ پاکستان ته نوټس یا خبرداری ورکړی. که پاکستان جنایتکاران او ترهګر ساتي نو ډېر څه بایلي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې ویلي، واشنګټن کره شواهد لري چې ایران په یمن کې حوثي یاغیانو ته د وسلو په ورکولو، د ملګرو ملتونو د بندیزونو سرغړونه کړې.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ډېسېمبر پر شپږمه په بیان کې بیت المقدس د اسراییلو د پلازمېنې په توګه وپېژند. د ټرمپ دې اعلان نړیوال غبرګونونه پارولي دي او د ځېنو هېوادونو مشرانو
اسوشي اېټډ پرېس اژانس لیکي، ابيګېل پرکېنز د امریکا د فېډرالي تحقیقاتو د ادارې (اېف بي ای) پخوانۍ کارکوونکې ده.
د مشال خان خویندې وايي، دوی د ورور له وژنې راهیسې پوهنتون او ښوونځي ته نه دي تللې. مشال خان د مردان د ولي خان پوهنتون زده کوونکی وو چې د ۲۰۱۷ز کال د اپرېل پر ۱۳مه پارېدلو خلکو وواژه.
د نومبر دویمه د خبریالانو پر وړاندې جرمونو ته د معافیت د ختمولو نړیواله ورځ ده. د ازادې اروپا راډیو مشر ټام کېنټ د دې ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې د دې معافیت د ختمولو او د خبریالانو د ساتنې غوښتنه کړې. ویډیو وګورئ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن په نوي ډيلي کې ویلي، امریکا او سیمه ییز ملګري یې د پاکستان په اړه اندېښنه لري ځکه چې هلته ترهګرې ډلې پټنځایونه لري. نوموړي د اکتوبر پر ۲۵مه له خپلې هندۍ سیالې سوشما سوراج سره خبري غونډې ته وینا کړې چې په اړه یې د رویټرز اژانس ویډیو وګورئ.
په کابل کې د امریکا سفارت وايي، د دوشنبې پر ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن له افغان ولسمشر اشرف غني سره ولیدل او ((په ګډه یې په افغانستان کې د سولې، ټېکاو او اوږدمهاله سوکالۍ ته د رسېدو لپاره)) د امریکا او افغان حکومت پر ژمنو ټینګار وکړ.
دا خبره نوموړي د اکتوبر د پینځمې پر شپې تر هغې وروسته کړې چې رسنیو وویل، هغه د ۲۰۱۵ز کال د مهم توافق تصدیقنامه ښايي ختمه کړي. ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې له پوځي مشرانو سره د لیدو پر وخت وویل، دوی ((باید ایران د اټومي وسلو تر لاسه کولو ته پرېنږدي.))
د خبریالانو د ساتنې سازمان پر پاکستانیو چارواکو غږ کړی دی چې د ګلګت – بلتستان د خبریال شبیر سهام پر ضد دې د ترهګرۍ مخنیوي د قانون پر اساس مقدمه نه کوي او پر هغه لګولي تورونه دې ختم کړي.
د امریکا د دفاع وزیر ویلي، د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نوې ستراتیژۍ موخه دا ده چې جنوبي اسیا د نړیوالو ترهګرو بریدونو ته و نه کارول شي. جېمز میټېس د سې شنبې (نهې) پر ماښام د امریکا د کانګرس یوې کمېټۍ ته په وینا کې وویل، له طالبانو سره یوازینۍ لار د تاوتریخوالي پرېښودل دي.
اسوشي اېټډ پرېس اژانس لیکي، په تېرو لسیزو کې چې د میانمار روهنجا مسلمانان له ځورونې او وژنو تښتېدل نو لسګونه زرو یې په سعودي عرب کې پناه واخیسته. خو دا ځل په هغه هېواد کې د روهنجا مسلمانانو د وژنو په اړه د اسلامي هېوادونو غبرګون زیات قوي نه دی.
د برما په شمال لویديځ کې د راکین ایالت له څو کلونو راهیسې د روهنجا او بودایانو د تاوتریخوالي مرکز دی خو د اګست په اخري اوونۍ کې پکې شاوخوا ۴۰۰ کسان ووژل شول چې دا په لسیزو کې تر ټولو خونړی تاوتریخوالی دی.
د ((مشال مرکه)) په ځانګړې خپرونه کې مو د عوامي نیشنل ګوند یو مشر، پخواني سېنېټر او د سیمه ییزو چارو پوه افراسیاب خټک مېلمه دی. له ده سره مو د پاکستان پر سیاست، د پښتونخوا او قبایلو پر حالاتو او د افغانستان او سیمې پر امنیت خبرې کړې دي چې تاسې یې په ویډیو کې لیدلای شئ.
له قانون سره سم، دا اړینه نه ده چې د اېف بي ای د مشر له دندې څخه د لرې کولو دلیل یا وجه دې ورکړل شي خو د ټرمپ ادارې نه یوازې زه، بلکې په تېره اېف بي ای یې بدنامه کړه او داسې یې وویل چې په اېف بي ای کې ګډوډي وه، مشري یې سمه نه کېده او دا چې کارکوونکو یې پر خپل مشر باور بایللی وو. که په سپینه او ساده ژبه وویل شي، دا هر څه درواغ ول.
نور وښیئ