وسیم سجاد په پېښور کې د مشال راډيو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر سیاسي، ټولنیزو او نورو چارو راډیويي او ویډيويي رپورټونه جوړوي.
له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ له پېلېدو سره سم د پېښور بورډ بازار کې کاروبار اغېزمن شوی دی. د "وړوکي کابل" پہ نوم هم د يادېدونکي دې بازار زياتره کاروباريان افغان کډوال دي.
په پېښور کې مېشت افغان هنرمندان له پاکستانه د افغانانو ایستلو د خپل ژوند او د افغاني موسیقۍ راتلونکې په اړه اندېښمن دي. دوی وايي، هلته یې ژوند ته خطر وو او هنري کارونه یې نه شول کولای ځکه چې طالبانو پر موسیقۍ بندیز لګولی دی. نور په دې لنډ مستند فلم کې.
په پېښور کې ناپېژندليو وسلوالو د اپرېل پر اوومه د ماخوستن تر لمانځه وروسته ديني عالم مولانا اعجاز عابد وواژه. نوموړی د تحریک ختم نبوت غړی او په پېښور کې د اھل سنت والجماعت ډلې مخکښ وو.
د پېښور په قصه خوانۍ بازار کې په ۵۰ کاله پخواني دوکان کې یو خاص ډول چرګ پخېږي چې خلک یې د اخیستو لپاره له لیرې لیرې ځایونو ورځي. د دوکان مالک وايي، چرګ په شاوخوا ۲۰ مسالو کې اخته کوي او بیا یې په دېګ کې پخوي. نور په لنډ ویډيويي رپورټ کې.
په پېښور صدر کې د روژه ماتې لپاره د خوراکونو بازار ګرم دی
د تورخم دروازه په ۱۲مه ورځهم بنده ده
په پېښور کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي، چې په مولانا رومي هم پېژندل کېږي، په نوم یوه کیفې یا چایخانه پرانیستل شوې ده. په چایخانه کې کتابتون هم دی او پکې د قوالۍ محفلونه هم جوړېږي. د چایخانې مالک وايي، موخه یې صوفي فکر او نظریې ته وده ورکول دي. ویډیويي رپورټ.
د نوښار د اکوړې خټک په دیني مدرسه جامعه حقانیه کې د جمعې تر لمانځه وروسته په چاودنه کې د مرستیال مهتمم حامد الحق حقاني په ګډون اووه تنه وژل شوي دي. پولیس وايي، دا یو ځانمرګی برید وو. د مشال راډیو خبریال له سیمې حال راکوي.
پاکستاني امنیتي ځواکونو د فبرورۍ پر ۲۱مه د طالبانو له حکومتي چارواکو سره د مورچو جوړولو پر سر د لانجې وروسته د تورخم دروازه وتړله، چې ورسره سم سوداګري ودرېده. دا مهال په مالونو بار ګڼ ټرکونه په خیبر ضلع کې ولاړ دي.
پېښور کې د ناز سنیما د ړنګو کار دوام لري. پر ځای یې طبي مرکز جوړیږي
ثنا خان ښايي لومړۍ ښځه وي چې په پېښور کې ټیکسي چلوي. هغه د ورځې تر دوو بجو پورې په پوهنتون کې زده کړې کوي او په مازیګر کې ټیکسي چلوي. هغه وايي، د ټیکسي د چلولو له امله يې ځینې خپلوانو ورسره اړيکې پرې کړې دي، خو ځینې کسان يې بیا ستاینه کوي. نور په ویډیويي مرکه کې.
د کورمې اوسېدونکو په پېښور کې د یوې مظاهرې له لارې په بګن کې د روانو عملیاتو درولو او هلته د شويو تاوانونو د ازالې غوښتنه کړې ده.
د کورمې او پېښور ترمینځ د لارو تړل کېدو له وجې سلګونه خلک د میاشتو راهیسې په پېښور کې ایسار دي. په دوی کې زیاتره یا خو مریضان دي چې د درملنې لپاره پېښور ته ورغلي ول او لارې پرې بندې شوې
یوه افغانه پېغله په پېښور کې د سړک پر غاړه د افغانستان دودیز خواړه "منتو" خرڅوي. هغه وایي چې په افغانستان کې یې د قانون زده کړې کړې دي، خو اوس یې د مجبورۍ له کبله د منتو خرڅولو ته مخه کړې ده.
د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ مخې ته د جنورۍ پر لومړۍ نېټه بلدیاتې استازیو احتجاج کاوه چې ورباندې پوليسو اوښکي بیونکی ګېس وکاروه.دوی د واکونو نه لرلو او د فنډونو د نشتوالي په اړه احتجاج کاوه.
د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) مشران او غړي په اسلام اباد کې د نومبر ۲۴مې په احتجاج کې د ګډون لپاره د هېواد له مختلفو برخو د هغه ښار پر لوري روان شوي دي. خو د پاکستان حکومت پلازمېنې ته تلونکې لارې تړلې دي. ویډیويي رپورټ.
په کورمه کې د مساپر لېږدوونکو ګاډو پر قافله د وسلوال برید پرضد د پاکستان په مختلفو ښارونو کې مظاهرې شوې دي. چارواکي وايي، د نومبر ۲۱مې په برید کې د وژل شویو شمېر ۵۰ ته رسېدلی دی. د نومبر پر ۲۲مه په کورمه کې د یوشمېر وژل شویو جنازې وشوې. ویډیويي رپورټ.
په خیبر کې د پښتنو د قامي عدالت په نامه جرګې په پاکستاني پوځ او وسلوالو ډلو غږ کړی چې په دوو میاشتو کې د پښتنو له خاورې ووځي.د اکتوبر ۱۳مې په شپه ناوخته د دغې درې ورځنۍ جرګې په ۲۲ مادو مشتمله اعلامیه د ګډونوالو په وړاندې اعلان کړه.
په داسې حال کې چې په لسګونو خیمو کې د پاکستان د پښتون مېشته سیمو استازو پر مختلفو موضوعاتو بحثونو او مشورو ته دوام ورکړی دی، د بېلابېلو ګوندونو مخکښ سیاستوالان د لویې جرګې پر درېیمه او وروستۍ ورځ د جرګې مرکزي تالار ته ورغلي او هلته یې ناستو کسانو ته ویناګانې کړې دي. په دې اړه ویډیويي راپور.
د خیبر په رېګي للمه ميدان کې "د پښتنو قامي عدالت" په نوم جرګه د اکتوبر پر ۱۲مه مازيګر په رسمي توګه پيل شوه. په دې جرګه کې د پاکستان د بېلا بېلو سيمو لسګونه زره کسان راغونډ شوي او پښتنو ته د ورپېښو ستونزو او د هغوی د هواري په اړه به مشورې او پرېکړې کوي. نور حال د وسيم سجاد په ويډيويي راپور کې واورئ.
نور وښیئ