وسیم سجاد په پېښور کې د مشال راډيو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر سیاسي، ټولنیزو او نورو چارو راډیويي او ویډيويي رپورټونه جوړوي.
د خیبر پښتونخوا د ځوانو ډاکترانو سازمان له حکومته غوښتي دي چې په هغه صوبه کې دې شاوخوا ۶۰۰۰بې روزګاره ډاکترانو ته دندې ورکړي. د سازمان مشرانو او غړو د سېپټېمبر پر ۱۹مه په پېښور کې د صوبايي اسمبلۍ ودانۍ مخې ته مظاهره وکړه او تر څو ساعتونو پورې یې د ښار خیبر سړک هم د ګاډو پر مخ تړلی وو.
د سېپټېمبر پر اتمه د سواد یا لیک لوست د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي چې موخه یې په دې اړه پوهاوی زیاتول دي. پاکستان د نړۍ له هغو هېوادونو یو دی چې پکې مېلیونونه ماشومان له رسمي زده کړو بې برخې دي او پکې ګڼ خلک لیک لوست نه شي کولای.
د پېښور تاج مینه په کوچنیوالي کې ګوزڼ ووهله او په دواړو پښو شله شوه. د همدې له وجې د هغې زده کړې په پینځم ټولګي کې نیمګړې پاتې شوې
د پاکستان حکومت د روان ۲۰۲۴ز کال له فرورۍ راهېسي پر اېکس، چې پخوا ټويټر نومېده، محدودیتونه لګولي دي. دا له هغې وروسته ده چې د عامو انتخاباتو وروسته په ټولينزو رسنيو په انتخاباتو کې په مبیینه درغليوو او پوځي پالیسيوو نيوکې زیاتې شوې.
په کورمه کې جګړه ودرېدلې خو دايمي حل نه دی راوتلی
موسا خان د ملاکنډ پوهنتون زده کونکی وو. هغه د مې پر ۳۰مه پر موټرسايکل په يوه ټرافيکي پېښه کې وژل شوی او دوه ملګري يې ژوبل شوي ول.
د ملاکنډ پوهنتون د زده کوونکي موسا خان مرګ ډير غبرګونونه پارولي دي
د پېښور هما حشمت له دريوو کلونو راهیسې پر موټرسایکل ګرځي. هغه وايي په پښتنه ټولنه کې پر موترسايکل د ښځو ګرځېدل عیب ګڼل کيږي خو د هغې په وينا غواړي دا سوچ بدل کړي.
د کرغزستان په سرښار بشکيک کې د مې ۱۷مې او ۱۷مې ترمنيځ شپه کې ځايي خلکو په پوهنتونونو کې بهرني زده کوونکي ووهل. د چارواکي په وينا دا تشدد کوونکي د مصريانو او ځايي خلکو ترمنځ د نښتې يوې ويډيو پارولې وو.
په داسې حال کې چې د مې پر درېیمه د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ ده، پاکستاني خبریالان وايي چې هلته پر خبریالۍ محدودیتونه زیات شوي دي. د رسنیو د خپلواکۍ او د بیان ازادۍ لپاره کارکوونکې ناحکومتي ادارې فریډم نېټورک په خپل تازه رپورټ کې ویلي دي چې په پاکستان کې د بیان ازادۍ وضعیت لا خراب شوی دی.
د خیبر پښتونخوا سیاستوالانې وايي چې په هغه صوبه کې په سیاسي ډګر کې د ښځو ګډون خورا ستونزمن دی. مشال راډیو د مارچ پر اتمه د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت له درو داسې سیاستوالانو سره خبرې کړې دي چې د فبرورۍ اتمې انتخاباتو ته نوماندې وې. دوی په دې ویډیو کې د سیاسي هلو ځلو او ستونزو په اړه غږېدلې دي.
د پېښور خلک او له کاندیدانو یې غوښتنې
په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمې انتخاباتو لپاره د پېښور په چاپخانو کې ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده. ګڼ نوماندان هلته ورځي او د خپل کیمپېن لپاره پرچې چاپوي. د چاپخانو مالکان وایي، د انتخاباتو په ورځو کې یې عموماً کاروبار ښه وي خو دا ځل د پخوا په څېر نه دی. ویډیويي رپورټ.
نوموړې د هندو لږکیو د یوې کورنۍ غړې او د خیبر پښتونخوا د بونېر اوسېدونکې ده. هغه د پېشې له پلوه ډاکټره ده او وايي، د خلکو خدمت له دې لارې هم کولی شي خو ګڼي چې که په سیاست کې وځلېدله او د خلکو په رایو د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ته ورسېده نو په لویه پیمانه به له
د عوامي نیشنل ګوند د خیبر پښتونخوا څانګې مشر اېمل ولي خان وايي چې نورې ادارې او عدلیه باید په روان انتخاباتي بهیر کې له لاسوهنې ډډه وکړي او انتخاباتي کمېشن د ټولو چارو مشرۍ او ترسره کولو ته پرېږدي. ټاکل شوې چې په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه انتخابات وشي. بشپړه ویډیويي مرکه وګورئ.
فیض محمد سخي په کابل پوهنتون کې د موسیقۍ استاد وو خو چې په ۲۰۲۱ز کال کې طالبان پر افغانستان واکمن شول او پر موسیقۍ یې محدویتونه ولګول نو ده د پاکستان ویزه واخیسته او پېښور ته کډه شو. نوموړي اوس په هغه ښار کې د رباب زده کړې اکاډمي جوړه کړې. موږ د مهاجرو نړیوالې ورځې په مناسبت له سخي سره خبرې کړې دي.
د پېښور په ارمي پبلک سکول کې د وژل شویو زده کوونکو ميندو پلرونو او فعالانو د هغوی نهم تلین لمانځلی دی. دوی د پېښور د ارشیفونو تالار (ارکایېفز هال) او په اسلام اباد کې د وژل شویو په یاد کې غونډې وکړې او شمعې يې بلې کړې. د برید ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه. ویډیویي راپور.
د خیبر پښتونخوا کوز دیر دلاور خان ۶۵ کلن دی خو اوس یې ښوونځي ته تګ پيل کړی دی او په لومړي ټولګي کې یې داخله اخیستې ده.
د خیبر پښتونخوا چترال په تېرو ۱۰ کلونو کې څو ځلې سېلابونو ځپلی دی چې پکې د خلکو کورونه او کرنیزې ځمکې اغېزمنې شوې دي. ساینسپوهان وايي چې د پرله پسې سېلابونو لامل د نړیوالې تودوخې لوړېدل او د اب و هوا (اقلیم) بدلون دی. په دې اړه ویډیويي رپورټ.
نور وښیئ