نیاز علي په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال دی او هلته پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي چارو رپورټونه جوړوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د اکثرو نیولو شوو کسانو د خلاصون لپاره وکیل قادرخان ایډوکیټ هلې ځلې کوي، نوموړي د اپرېل په دویمه د دې خبرې پخلی وکړ چې د پي ټي اېم ۳۳ نور غړي په ضمانت خوشې شوې دي.
د بلوچستان د ګډاني ساحل پر غاړه د موټر سایکلونو او جیبونو د ځغاستې مقابلې وشوې چې پکې د سړو تر څنګ ښځو هم ګډون وکړو. په مسابقو کې برخه اخېستونکي وايي، له دې سره سیاحت وده مومي او خلک دغو سیمو ته د سیل او تماشې لپاره ورځي. نور حال د نیاز علي خان په وېډیويي راپور کې.
د کراچۍ د پولیسو مشر غلام نبي مېمن د مارچ پر ۱۵مه نېټه په بيان کې ویلي چې د رېنجرز ځواکونو پر موټر دغه بريد په کورنګۍ ټاون کې شوی دی.
د پاکستان کرکټ بورډ وياند حماد حميد وايي چې د پي اېس اېل پاتې سيالي به د ۲۶مې څخه تر ۱۶ جون په منځ کې پیل شي.
پاکستان کې د مارچ له لسمې نېټې په دغه هېواد کې زيات عمر لرونکو عامو خلکو ته هم د کورونا واکسين لګول پیل شول. تر دې وړاندې په لومړۍ مرحله کې د روغتيا کوروکونکو ته واکسين ورکړل شول. کراچۍ کې زموږ خبريال نياز علي د واکسينو يو مرکز ته ورغلی دی.
د پاکستان انتخاباتي کمېشن د سيند چيف سيکريټري ته امر کړی وو چې علي وزير دې په ټاکنو کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته ولېږي.
په کراچۍ کې د پوهنتونونو د نجونو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ له يو کال ځنډ وروسته بيا پیل شوې دي. د فوټبال دغه سيالۍ د کورونا له کبله د ۲۰۲۰ کال په مارچ کې درېدلې وې. نور په دې ویډیويي راپور کې.
په قضيه کې د کراچۍ ترهګرۍ مخنيوي عدالت د پي ټي اېم د مشر منظور پښتين، محسن داوړ ، ثنا اعجاز، یاسين، سيفيان او نورو ملګرو د ګرفتارۍ وارنټ جاري کړی دی.
د علي وزير وکیل قادر خان اېډوکېټ مشال رېډيو ته وويل چې پرون سيند های کورټ د دوی درخواست منظور کړ او پر دې به اوس د فرورۍ په ۲۵ مه اورېدنه کيږي.
پاکستان د فېبرورۍ پر ۱۲مه د امريکا ،روس، چين او نېټو په ګډون له ۴۵ هېوادونو سره په ګډه په عرب سمندرګي کې پوځی مشقونه پېل کړي دي.
د کراچۍ په صدر سيمه کې د يوې لویې کليسا دننه د نرښحيانو لپاره يوې غاړې ته عبادتخانه جوړه شوې ده، چې دوی ورته د بیت المومنين کليسا نوم ورکړی دی.
وژل شویو کسانو به پر ټولنیزه رسنۍ ټیک ټاک خپلې ویډيوګانې هم خپرولې.
پر ټولنیزه رسنۍ فېسبوک ښودل کېږي چې ډزې وشي او د پي ټي اېم یو دوه کسان هم ښکاره کوي چې په ډزو لګېدلې دي.
د قضيو داورېدو وروسته د يادو کسانو وکیل قادر خان مشال راډیو ته وويل چې پوليسو نن عدالت ته د سېند حکومتي کابينې هغه ثبوتونه هم وړاندې کړل چې له مخې يې د علي وزير اور نورو کسان پر ضد په مقدمه کې د ترهګرۍ دفعې شاملې کړل شوي دي.
د وزيرستاني ځوان نقيب الله مسود په وژنه تورن د ملير پوليسو پخوانی افسر راو انوار هم د دې اورېدنې په مهال په عدالت کې موجود وو.
پر علي وزیر تور دی چې د پاکستان ریاست خلاف یې بغاوت کړی دی. خو د هغه وکيلان دا تورونه بې بنياده بولي او وايي د پاکستان د ایین ترمخه هر وګړی د بیان ازادي لري نو ځکه بايد پرې د غدارۍ مقدمې جوړې نه شي.
د پاکستان کرکټ بورډ وياند عماد حميد وايي چې په دې هېواد کې نړيوال کرکټ بيا پیل شوی دی چې د ده په خبره دا د دوی لپاره ډېره لويه بريا ده.
نور وښیئ